په ننګرهار کې د لسګونو کېلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاق مخه نیول شوې
د ننګرهار پولیسو د لسګونو کېلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یو تن چې غوښتل یې ۴۴۰ کېلو ګرامه چرس، ۹ کېلو ګرامه هیریین د یو موټر په واسطه د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ څخه اچین ولسوالۍ ته انتقال کړي، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لارې په اوږدو کې ونیول.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د ننګرهار پولیسو په دوو بېلا بېلو پېښو کې ۵۶۱ کېلو ګرامه نشه يي مواد نیولي او قاچاق کوونکي یې عدل او قضايي مرکز ته سپارلي دي.