په کندز ښار کې د سړي تښتونې د پېښو زیاتېدو ځايي خلک اندېښمن کړي
![په کندز ښار کې د سړي تښتونې د پېښو زیاتېدو ځايي خلک اندېښمن کړي](https://gdb.rferl.org/5CD75BA6-E528-4B73-B640-9F9F218F6505_cx32_cy10_cw68_w800_h450.jpg)
په کندز ښار کې د سړي تښتونې د پېښو زیاتوالي د دې ولایت خلک اندېښمن کړي او وايي چې په تېرو دوه میاشتو کې د کندز له ښاره ۵ تنه د سړي تښتوونکو لهخوا تښتول شوي، خو امنیتي ارګانونو په دې اړه کوټلي ګامونه نهدي پورته کړي.
دوی وایي چې تر اوسه د تښتول شویو برخلیک نامعلوم دی او په خبرهیې چې افغان دولت دې د خلکو د امنیت د ټينګښت په برخه کې جدې ګامونه پورته کړي.
بلخوا د کندز سیمهییز چارواکي بیا وايي چې دوی د امنیتي ارګانونو چارواکو ته وظیفه سپارلې چې د امنیت د تأمینولو او د سړي تښتوونکو د نیولو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.
د کندزیانو دغه اندېښنې په داسې حال کې رابرسېره کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې په شمال ختیځ زون کې له اداري فساد سره د مبارزې ریاست سرپرست د سړي تښتوونکو لهخوا تښتول شوی او لا یې برخليک معلوم نهدی.