په کندز کې نامعلومو وسله والو د ملي پولیسو یو سرتېری وژلی
د کندز په ښار کې نامعلومو وسله والو د ملي پولیسو یو سرتېری وژلی دی.
د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې نن له غرمۍ وروسته شااوخوا دوه نیمې بجې د کندز ښار د مرکزي چوک د لومړي کمربند د نمک بازار په سیمه کې نا پېژنده وسله والو د ملي پولیسو یو تن سرتېرې په ډزو سره وژلی دی.
نوموړی وايي چې د دغې پېښې عاملان له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو د دې پېښې د عاملانو د نېولو په هدف، خپلې هڅې پیل کړې دي.
په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي چي ناپېژنده وسله والو د پولیسو د درېيمې امنیتي حوزې یو تن سرتېر په ډزو وواژه او د سرتېرې وسله یې هم له ځان سره یوړه.
خو تراوسه پورې د دغې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.