پاکستان او هند په ډزبندۍ سلا شوي دي
![پاکستان او هند په ډزبندۍ سلا شوي دي](https://gdb.rferl.org/1B7276FF-30F5-4FB4-B3A0-038A19B3D5BF_w800_h450.jpg)
پاکستان او هند سلا شوي چې په کشمير کې پر لانجمنې کرښې د ډزو کول ودروي. د مې په نهه ويشتمه خپرې کړې يوې خبرپاڼې کې د پاکستان پوځ ويلي چې د دواړو خواوو پوځي چارواکو منلي چې د ۲۰۰۳ کال ډزبندي به په بشپړ ډول عملي کوي.