د ناټو تړون او د روسیې شورا به په بروکسل کې غونډه وکړي
ټاکل شوې ده چې د ناټو تړون او د روسیې شورا نن چهارشنبه په بروکسل کې غونډه وکړي.
پهدې غونډه کې به د اوکراین د شخړې، د پوځي مانورونو په اړه د کړکېچ د کمولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې کېږي.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسيې لهخوا له خپلې خاورې سره د کریمیا ټاپو وزمې تر الحاق وروسته د ناټو او مسکو اړیکې بحراني شوې.
دغهراز لوېدیځ او روسیه پهدې وروستیو کې د سوريې د جګړې او په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو د پېښې له امله په ډیپلوماتیکه جګړه کې ښکېل شول.
اوس ناټو له روسيې دا هم غوښتي دي چې د مالیزیا د هغې الوتکې د غورځېدو مسؤلیت هم ومني چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین پر فضا وویشتل شوه.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ روانه اوونۍ وویل، له روسيې سره ډیالوګ به د شخړې په کمولو او غیر قصدي پوځي ټکر په مخنیوي کې مرسته وکړي.