د پاکستان ولسمشر هغه قانون چې قبایل د پښتونخوا برخه ګرځي توشیح کړ
![د پاکستان ولسمشر هغه قانون چې قبایل د پښتونخوا برخه ګرځي توشیح کړ](https://gdb.rferl.org/698BDFCD-1FB1-4D20-BFAD-EFCB66E11941_w800_h450.jpg)
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن هغه قانون توشیح کړ چې له مخې يې قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا برخه ګرځي.
د دې قانون له مخې به د قبایلي سیمو شااوخوا پنځه میلیونه وګړي له هغو حقوقو برخمن شي چې د پاکستان هر وګړی يې لري.
تر دې مخکې له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یو ځای کولو طرحه د پاکستان پارلمان او د خیبر پښتونخوا اسمبلی تصویب کړه.
د پاکستان قبایلي سیمې چې تر دې قانون مخکې د مرکزي حکومت لخوا اداره کېدې ۷ اجنسۍ لري.
باجوړ، دیر، خیبر، مهمند، کورمه، بولان پاس او ګولان اجنسۍ هغه غرنۍ سیمې دي چې د ډیورند کرښې په اوږدوکې پرتې دي.