د هلمند په نادعلي کې پر افغان ځواکونو هوايي بمبار شوی
![د هلمند په نادعلي کې پر افغان ځواکونو هوايي بمبار شوی](https://gdb.rferl.org/4722156B-F0E1-43F4-871F-94B31A99B3D7_w800_h450.png)
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو هوايي بمبار شوی دی.
د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو هغه شل کسیزه ډله د بهرنیو ځواکونو له خوا بمبار شوې چې د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې په عملیاتو بوخت وه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په لوی مانده کې عملیات روان دي، که څه هم هره ورځ پر وسله والو هوايي بریدونه کېږي، خو دا چې افغان ځواکونه بمبار شوي دي، څه ونه ویل.
ویل کېږي چې د بهرنیو ځواکونو له خوا په بمبار شویو افغان سرتېرو کي ملي اردو، ملي پولیس او سرحدي ځواکونه شامل دي چې د نادعلي په وروستۍ سیمه کې بوخت وو چي د وسله والو له ولکې يې وباسي.
په دې اړه نور جزیات وروسته ...