د امريکا ولسمشر وايي، دى او د شمالي کوريا رهبر يو بل ته د ليکونو تر تبادلې وروسته د يو بل لېوال شوي دي. ډونالد ټرمپ پرون په غربي ويرجنيا کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل، د دواړو رقيبانو ترمنځ پر اړيکو مخکې تر دې چې ثمره ورکړي، ډېر کار شوى دى. ښاغلي ټرمپ خپلو ملاتړو ته په خبرو کې وويل چې دى او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون د ده په خبره پر يو بل مئينان شوي. دی وایي: ”زه واقعاً سرسخت وم، دى هم، زموږ ترمنځ ترخې خبرې تبادله شوې، وروسته پر يو بل مئينان شو، د شمالي کوريا رهبر ما ته ښکلي او عالي... Читать дальше...
د یکشنبې ورځې ناوخته د خوست د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ ښوونځیو د اساسي ترمیم کارونه پیل شول. د خوست د پوهنې ریاست چارواکو د بیارغونې د دې پروژې د کار د پیلېدو په ځای کې وویل چې د دې ښوونځیو ودانۍ ډېرې زیانمنې شوي او د باد او باران پر مهال زده کوونکي له ګواښ سره مخامخ ول. د خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پروژه کې د خوست د مرکز او ولسوالیو ۳۱ ښوونځي دي چې د ترمیم چارې به يې د دریو میاشتو په موده کې سرته ورسېږي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې په دې سره به د یاد ښوونځیو ستونزې... Читать дальше...
د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي او اداري پلاوی وايي، د بلک واټر په نامه خصوصي کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې...
د چترال د پولیسو مشر فرقان بلال د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان پولې ته نږدې په ارندو سیمه کې وسله والو یو سکول په بارودو تبا کړي خو ځاني تلفات نه دي اوړېدلي ځکه چې دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د سهار په پېنځو بجو رامنځ ته شوې ده.
د مشال راډیويي مجلې تازه ګڼه کې مو، په خوست کې د سولې لپاره د مشاعرو له لړۍ خبروو، انیس بشیر د جلال اباد پر دیوالونو انځورګري کوي، وحیدالله قرار په سوات کې پر یو نوي چاپ شوي کتاب تبصره وړاندې کوي او د رابندرنات ټیګور د یوې لنډې کیسې پښتو ژباړه هم اورېدلی شئ.
دوه کلنه مدینه ناروغي په کندهار کې د دې ویروس اتمه پېښه ده. هغه د کندهار د منزل باغ اوسېدونکي ده. محمد صادق ریښتني په دې اړه راپور چمتو کړی. ویډیو: صادق رښتینی ایډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په لسو غوره هېوادونو کې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د لومړي...
د انډونیشیا چارواکي وايي په سولاویسي جزیره کې زلزلې او د هغې په نتیجه کې راغلې څونامي له وجې د مړو شویو کسانو شمیره ۸۳۲ ته رسیدلې او د دې شمیرو د زیاتیدو امکان دی.
د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په کلنۍ وینا کې پر یو بل د ترهګرو او ترهګرۍ د ملاتړ تورونه پورې کړي دي. دواړه هېوادونه اکثر په دې نړیواله غونډه کې پر یو بل د بشري حقونو د سرغړونو تورونه پورې کوي. ویډیو وګورئ.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره د امریکا له قید او شرط پرته د خبرو چمتووالی د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کولای شي...
د اندونيزيا چارواکي وايي چې د زلزلې او سونامې طوفان په نتيجه کې د مړو شمېر له٨٠٠ کسانو اوښتى دى. دوى وايي، په سولا ويسي ټاپو کې د دې طبيعي افت په نتيجه کې ښايي د مړو شمېر تر دې زيات وي. د اندونيزيا د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې وياند سوتوپو پورو نوګروهو نن يوه کنفرانس ته وويل: ”د انډونيزيا د لوېديځ پر ځايي وخت د ماسپښين تر يوې بجې پورې ټولټال د ٨٣٢ کسانو مړينه تأييد شوې ده.“ ښاغلي نوګروهو وويل، د طبيعي افت له کبله د ځپل شوې ټاپو ګڼو سيمو ته لاسرسى محدود دى. د جمعې په ورځ ساحلي ښار... Читать дальше...
د کرکټ د نړيوالې شورا ويبپاڼې په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان د کرکټ مهم لوبغاړى راشد خان د يو ورځنيو لوبو اول نمبر الراونډر شوى دى. د دې شورا د ويبپاڼې د راپور له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د اسيا جام په تېرو سياليو کې د راشد خان د ځلېدو له کبله، هغه د درجه بندۍ په سر کې راغلى دى. د کرکټ نړيوالې شورا ويلي، راشد خان په پنځو مسابقو کې ١٠ لوبغاړي سوځولي او ۸۷ منډې یې کړې دي. بل خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کرکټ ملي ټيم لوبغاړو ته نغدي جایزې او د کرکټ بورډ پخواني مشر عاطف مشعل ته د میر مسجدي خان مډال ورکړ. Читать дальше...
د عراق د کردستان د سیمه ییز ۱۱۱ کسیز پارلمان لپاره نن یکشنبه په کردمېشتو درېیو ولایتونو کې انتخابات...
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشد خان د یو ورځني کرکټ په درجه بندۍ کې د تر ټولو لوړ الراونډر مقام خپل کړ. دی نړیوالو ته پیغام لري چې په ویډیو کې یې لیدلای شئ.
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشد خان د یو ورځني کرکټ په درجه بندۍ کې د تر ټولو لوړ الراونډر مقام خپل کړ. دی نړیوالو ته څه پیغام لري؟ په ویډیو کې یې لیدلای شئ.
د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په کابل کې يې دوه کسان د ځانمرګو بريدونو د پلان په شک نيولي دي. دغه رياست نن یکشنبه په يوې اعلاميې کې ويلي چې دغه دوه مشکوک کسان د عملياتو پر مهال د کابل په درېيمه ناحيه کې نيول شوي دي. د اعلاميې په حواله، له دغو کسانو يوه تفنګچه، يو کرولا ډوله موټر او له منفجره موادو ډک يو لاسي بکس هم نيول شوي دي. په هغه ويډيو کې چې رسنيو ته لېږل شوې، ظاهراً دواړه کسان پر خپل جرم اعتراف کوي. د ملي امنيت عمومي رياست وايي، دغو کسانو د پېښور په اکوړه خټک کې د ماينونو، موټربم او انتحاري واسکټونو جوړول زده کړي وو. Читать дальше...
ای اېم اېف یا د پیسو نړیوال صندوق چارواکي چې له تېرو څو ورځو راهېسې په پاکستان کې دي، له حکومتي چارواکو سره په لیدو کتو بوخت دي.
په ننګرهار کې د کانال ریاست مسؤلین وايي، د زیتونو حاصلات د تېر کال په پرتله نوي سلنه کم شوي چې د...
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې له وخته مخکې د انتخاباتي کمپاینونو ۱۳۳ موارده ورسره ثبت او له ...
د افغانستان دفاع وزارت د روسیې هغه ادعاوې بې بنسټه بولي چې ګوندې داعش وسلوال له سوریې نه افغانستان ته انتقالېږي...
د شمالي کوریا مشر د جنوبي کوریا ولسمشر ته د ښه نیت په توګه دوه اصیل سپي د ډالۍ په توګه استولي دي...
د مقدونيا اوسېدونکو د خپل هېواد د نوم بدلولو لپاره په ټولپوښتنه کې رأيه اچونه پيل کړې ده. دغه ټولپوښتنه له ګاونډي هېواد يونان سره تر موافقې وروسته رابلل شوې ده. که له پېشنهادي طرحې سره سم د مقدونيا نوم «د شمالي مقدونيا په جمهوريت» بدل شي، د بالکان حوزې دغه هېواد ته به په اروپايي ټولنه او ناټو تړون کې د شموليت لار اواره شي. د مقدونيا صدراعظم زوران زايف د ټولپوښتنې په درشل کې د خلکو ډلې ته په وينا کې ويلي چې دغه ټولپوښتنه له څو اړخونو مهمه ده: "دغه منصفانه حل لار نه يوازې زموږ له جنوبي ګاونډي... Читать дальше...
د اندونيزيا په سولا ويسي ټاپو کې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې کارکوونکي له نن سهاره بيا په زلزله او سونامي ځپلو سيمو کې خپلو مرسته دوام ورکوي. داسې اټکل کېږي چې په دغه توپان او سونامي کې به په زرګونو کسان مړه شوي وي. د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا وويل، له لېرې پرتو سيمو چې ارتباطات ورسره پرې شوي د خبرونو له ترلاسه کېدو وروسته ښايي د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسېږي. د جمعې په ورځ د ريښتر په مقياس ٧ اعشاريه ٥ درجې زلزله د سونامي د سبب شوه چې څپې يې ٦ متره لوړې وې. دغې سونامي پالو... Читать дальше...
په اندونیزیا کې له یوې زلزلې وروسته د رامنځته شوې سونامي یا سمندري توپان د مړو شمېره د یکشنبې په ورځ لوړه شوه او چارواکو د ۸۳۲ مړینه تأیید کړه.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости