کاناډا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو پنځمه کلیزه ولمانځله
![کاناډا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو پنځمه کلیزه ولمانځله](https://gdb.rferl.org/23992E10-7C53-4B51-9FF8-BE015FD76F99_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د کاناډا حکومت پرون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۲» له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو پنځمه کلیزه ولمانځله.
له افغانستانه د دوی د وتلو په مراسمو کې د پخوانیو پوځيانو د چارو د سمبالوونکي وزارت مرستیال لاورنس مکاولې وویل چې په افغانستان کې د کاناډايي پوځیانو سرښندنې د هېرولو نهدي.
نوموړي وویل:
"۱۵۸ کاناډايي پوځیان او ۷ کاناډايي ملکیان وژل شوي وو. هغوی به هېڅکله هېر نهشي. کاناډا داسې یوه ماموریت ته لبیک ووایه چې په مټ یې افغانستان او نړۍ په ښه ځای بدل شي."
۴۰ زره کاناډايي پوځیانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ میلادي کاله په افغانستان کې په دورهيي شکل پوځي خدمت وکړ چې تر ډېره یې په جنوبي ولایت کندهار کې عملیاتونه مخته وړل.
د کاناډا حکومت پرون له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو د پنځمې کلیزې پر مهال وویل چې د افغانستانه له جنګه د ګڼ شمېر ټپي او معیوبو سرتیرو پالنې او درملنې ته به په پوره هوډ دوام ورکوي.