فېسبوک د پاکستاني پوځ اکاونټونه څنګه او ولې وتړل؟
د ټولنيزو مطبوعاتو يوې کمپنۍ فېسبوک د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې ISPR د کارکوونکو سره تړلې ۱۰۳ اکاونټونه بند کړې دي. فېسبوک د اپرېل په لومړۍ نېټه خپاره کړو معلوماتو کې وويل چې په دې اکاونټونو کې پاڼې او ګروپونه شامل دي.