Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 25.04.2019

سیند حکومت نرښځیان په پولیسو کې ګماري

Mashaalradio.com 

د سیند صوبې چارواکي وايي، نرښځيان کولای شي د صوبې په پوليس څانګه کې د چارواکو په حېث خپله دنده ترسره کړي. د سیند پوليسو مشر سيد کليم امام د اپرېل پر ۲۴مه رويټرز خبري اژانس ته وويل:"موږ به نرښځيانو ته د هغو د تعليم مطابق څوکۍ ورکوو." نرښځیانو د نوموړي د اعلان هرکلی کړی. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.



ازادي سټودیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

زلمي خلیلزاد طالبان چلنج کړل چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او سږ دې د سولې کال کړي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره نننۍ لیدنه ګټوره وبلله او په ممبۍ کې فلمي لوبغاړو د اوارډونو په یوه محفل کې ګډون وکړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

د کابل په يوه خصوصي پوهنتون کې چاودنې ٥ تنه ټپيان کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل په يوه خصوصي پوهنتون کې د چاودنې په نتيجه کې ٥ کسان ټپيان شوي دي. د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد ازادي راډيو ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار په جهان خصوصي پوهنتون کې وشوه. دغه پوهنتون د کابل په کارته نو سيمه کې چې په اتمې امنتيي حوزې پورې مربوطېږي، پروت دى. مجاهد وايي، حمله کوونکي غوښتل چې منفجره مواد د پوهنتون په تشناب کې ځاى پر ځاى کړي چې خپله پر ده وچاودېدل. د دې پېښې په اړه د دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې تبصره نه ده کړې.

د امريکا پخوانی مرستيال ولسمشر جو بايډن د کانديداتورۍ اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امريکا متحدو ايالاتونو د ولسمشر پخواني مرستيال جو بايډن د ٢٠٢٠ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کانديداتورۍ اعلان وکړ. شپږاويا کلن بايډن ته د ډموکرات ګوند د مخکښ کانديد په سترګه کتل کېږي. جوبايډن نن په ټويټر کې د متن تر څنګ په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د امريکا د ملت ماهيت کاملاً بدل کړي، دى بې تفاوته نه شي پاتې کېدلاى: "د دې ملت اساسي ارزښتونه، په نړۍ کې زموږ دريځ، زموږ ډموکراسۍ او هرڅه چې سبب شوي، امريکا- امريکا شي په خطر کې دي. ځکه نو... Читать дальше...



پوتين: شمالي کوريا نړيوالو امنيتي تضمينونو ته اړتيا لري

Pa.azadiradio.com 

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين وايي، مخکې تردې چې شمالي کوريا خپل اټمي پروګرام ختم کړي، دغه هېواد نړيوالو امنيتي تضمينونو ته اړتيا لري. ولسمشر پوتين دا خبره په روسيه کې د شمالي کوريا له رهبر کېم جونګ اون سره تر لومړۍ مخامخ کتنې وروسته وکړه. پوتين زياته کړه، اړتيا ده دا ډول تضمينونه په هغه چوکاټ کې چې څو هېوادونه په‌کې شامل وي، پېشنهاد شي. ولسمشر پوتين نن د پنجشنبې په ورځ د روسيې په لېرې ختيځ ښار ولادي واستوک کې له کېم جونګ اون سره د غونډې په پاى کې دا څرګندونې وکړې. د شمالي کوريا رهبر کېم... Читать дальше...

IPL: کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلې سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ په غوره‌لیګ یا د «ای.پي.اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه کلکته نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.​ دا په روانو سیالیو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهم ځل مخامخېدل دي، په تېره لوبه کې کلکتې لوبډلې راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې کنګز ایلیون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه. بنګلور لوبډلې په لومړۍ توپ وهنۍ سره مقابلې لوبډلې ته ۲۰۳ منډې هدف ورکړ چې پنجاب لوبډلې ونه‌شو کړای یاد هدف پوره کړي.

د کابل د ووشو کلپونو تر منځ د غوره‌لیګ سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د ووشو کلپونو تر منځ د غوره‌لیګ سیالۍ پیل شوې. د ووشو فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا سیالۍ د ۶۲ کلپونو ترمنځ په دوه ګروپونو کې پیل شوي دي چې د هرې پنجشنبې په ورځ يې یوه لوبه کېږي. دی وايي: "د کابل د کلپونو ووشو لیګ سیالۍ هره پنجشنبه جوړېږي، دا سیالۍ د ۳ میاشتو لپاره دوام کوي او د کابل ۶۲ کلپونو برخه په‌کې اخېستې. " نوموړی وایي چې د دغه لیګ سیالیو د جوړولو هدف په ووشو ورزش کې د غوره څېرو پیاوړتیا ده. د ووشو فدراسیون مشر وویل، همدا شان... Читать дальше...

افغان فوټبالر محمد سلیم کوهستاني د فیفا له لوري محروم شو

Pa.azadiradio.com 

افغان فوټبالر محمد سلیم کوهستاني د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د تل لپاره د فوټبال له لوبو محروم شوی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو مسؤل شفیع شاداب دا خبره مني او وایي چې ښاغلی کوهستاني د افغانستان د فوټبال پخوانی غړی و. فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د سلیم کوهستاني تر څنګ له نورو هېوادونو شپږ نور فوټبالران هم د تل لپاره له دغې لوبې محروم شوي دي. دا کسان د پیسو د لاسته راوړلو لپاره په شرط تړلو په‌‌دغه برخلیک اخته شوي دي.

خلیل‌زاد: افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي، د جنګ بندېدل غواړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي وسله‌والو طالبانو ته بلنه ورکړې چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او دا کال د سولې کال کړي. خلیل‌زاد نن د پنجشنبې په ورځ په ټويټر کې ليکلي، افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي او نور د جنګ بندیدل غواړي. ښاغلي خليلزاد ليکلي: "طالبان وايي چې اوربند يې په اجنډا کې نهشته، خو زموږ اجنډا سوله ده. افغانانو کافي تاوتریخوالی ولید او د جنګ خاتمه غواړي. متحده ایالاتونه ورسره ولاړ دي." زلمي خلیل‌زاد دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

Певец Shaman посетил Рязань и рассказал, что не носит трусы





Rss.plus
#123ru.net

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.




Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о конкурсе проектов в сферах креативных индустрий

В Мытищах 65 человек уже переехали в новое жилье по программе реновации

Эксперт Козий дала советы по выбору ягод

Единственная женщина-постпред Якутии Зоя Корнилова отмечает 85-летний юбилей




د حفتر پلويانو پر طرابلس بريدونو ته دوام ورکړی

Mashaalradio.com 

په ليبيا کې د پوځي قومندان جنرال خليفه حفتر ځواکونو د پلازمېنې طرابلس پر لور خپل پرمختگ ته دوام ورکړى.طرابلس ته نېږدې د حکومتي او د حفتر وفادارو ترمنځ درنه جګړه روانه ده. د اژانس فرانس پرېس ویډیو.

چارواکي: هلمند د طالبانو ١٢٠٠کيلوګرامه مخدره توکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په هلمند ولايت کې د وسله‌والو طالبانو ١٢٠٠ کيلوګرامه مخدره مواد نيول شوي دي. دغه رياست نن په خپله اعلاميه کې ويلي چې ځانګړو قطعاتو يې په مارجې ولسوالۍ کې د انارګل په نوم د طالبانو د يوه قوماندان پر مرکز عمليات کړي دي. ويل شوي چې په‌دغو عملياتو کې ٥ عرادې وسايط، وسلې او مهمات هم نيول شوي دي. د ملي امنيت په اعلاميه کې ويل شوي چې لاسته راغلي مواد د تخنيکي ډلې له‌خوا په ساحه کې سوځول شوي دي. وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

بلوچستان کې د پوليو ضد واکسين يوه کارکوونکې وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ايالات کې د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين يوه کارکوونکې په ډزو وژل شوې ده. پوليس وايي، دوو موټرسايکل سپرو کسان نن په چمن کې د پوليو کمپاين پر ټيم حمله وکړه. پوليسو ويلي چې وژل شوې ښځينه کار کوونکې ٣٥ کلنه وه او نسرين  نومېدله. چارواکي وايي، د پوليو ضد کمپاين يوه بله کارکوونکې رشيده په پېښه کې سخته ټپي شوې ده. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکولو کمپاين تېره سې شنبې پيل شو. په خېبر پښتون‌خوا ايالات کې يو پوليس چې د... Читать дальше...

کندهار کې د سولې تر سرلیک لاندې د بایسکل ځغلونې سیالۍ

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د سولې تر سرلیک لاندې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د پیوند مدني ټولنې له‌خوا د خېبر لېسې، باور خصوصي ښوونځۍ او بایسکل ځغلونې فدراسیون په همکارۍ جوړه شوې وه چي په‌کې د ۱ څخه بیا تر ۳ مقام ګټونکو ته د المپیک بایسکلان او د ۴ څخه تر ۱۰ مقام پورې بېلابېلې جایزې ورکول شوې. ​ د ازادي راډیو خبریال محمد صادق ریښتیني پرې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.

یو شمېر نړیوال رهبران د چين «کمربند او لارې» غونډه کې برخه اخلي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د لسګونه هېوادونو رهبران چين ته په رسېدو دي چې د «یو کمربند، یو لارې» د پروژې په غونډه کې برخه واخلي. په پام کې ده په پلازمېنه پيکېنګ کې دغه غونډه نن د پنجشنبې په ورځ پيل او تر شنبې پورې دوام وکړي. د "یو کمربند، یو لارې" په نوم د چين د دې پروژې هدف چې ارزښت‌يې يو ټريلیون ډالرو ته رسېږي، د رېل‌لارو، سړکونو، بندرونو او د انرژۍ د زېربناوو ايجاد دى. دغه پروژه به چين له اروپا، افريقا او د اسيا له نورو برخو سره وتړي. د امريکا متحده ايالاتو او د اروپايي ټولنې ګڼو غړو هېوادونو د چين پر دغې... Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юлия Савичева

«Прыгала, как сумасшедшая»: Юлия Савичева рассказала об исполнении давней мечты в шоу «УТРО. ТНТ»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала свое место в новом мировом рейтинге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о качественном росте отечественного автомобилестроения



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России