Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 15.04.2019

د نوتردام په کلیسا کې لګېدلی اور

Pa.azadiradio.com 

د سې شنبې په شپه د یوې سترې اور لګېدنې له کبله د پاریس د ښار په منځ کې د یوې تاریخي ودانۍ د نوتردام کلیسا یوه برخه ویجاړه شوه. د اور لمبو د دې ۸۵۰ کلنې کلیسا چې د نړۍ له فرهنګي میراثونو ګڼل کېږي، چت وسوځاوه او د کلیسا یو مهم څلی یې ونړاوه.

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي له طالبانوسره په خبرو کې په اوربند زیات ټینګارکوي. پرون په میرانشاه کې د پي ټي ایم په نوښت لسګونه زره پښتنو اعتراضي غونډه وکړه. او نیپالیانو د خپل نوي کال جشن ولمانځه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.



د میرلي د بړوخېلو اوسېدونکي های سکول غواړي

Mashaalradio.com 

د شمالي وزیرستان د میرلي ځېنو اوسېدونکو په پېښور کې مظاهره کړې او له حکومته یې غوښتي چې په سیمه کې ورته یو ثانوي ښوونځی (های سکول) جوړ کړي. دوی د اپرېل پر ۱۵مه د مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته وویل چې په بړوخېلو کلي کې هلکان تر اتم ټولګي وروسته له تعلیمه بې برخې پاتې کېږي. حکومت د دوی د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په قبایلي سیمو کې د ښوونځیو جوړولو او رغولو ژمنې کړې دي. ویډیو وګورئ.

د زاڼو ښکار: د جان اغا شوق او د ډوډۍ ګټلو ذریعه

Mashaalradio.com 

جان اغا له تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د زاڼو (بته یا ډینګ هم بلل کېږي) ښکار کوي. دی اوسمهال له ۱۰۰ زیاتې زاڼې لري. دی وايي، کله چې مارغان په دام کې ونیسي، خوشالېږي خو کله یې چې ولي نو خپه شي. د جان اغا د ښکار شوق په اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.

د تورو پېسو مينځل: د حکومت او اپوزېشن ناندرۍ

Mashaalradio.com 

اپوزیشن ګوندونو مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ په پاکستان کې د تحريک انصاف حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې پکې ويل شوي، د دغو ګوندونو سياستوال په مني لانډرينګ يا تورو پېسو مينځلو کې ښکېل دي.

چارواکي: په زابل کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، په زابل کې یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي. په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحیی علوي وایي، دا عملیات د یکشنبې له ورځې راهېسې د زابل په درېیو ولسوالیو میزانې، دایچوپان او شاجوی کې ترسره شوي دي. علوي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل، وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.



چارواکي: د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۳۷ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه يې د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ د سقوط پلان شنډ کړ او په سیمه کې یې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ وسله وال وژلي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي. د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چې وسله والو طالبانو غوښتل چې د معروف ولسوالۍ د يوسف نيکه په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي او وروسته دغه ولسوالۍ ونیسي چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي. ده وویل: "دښمن غوښتل چې د یوسف نیکه پوسته او معروف ولسوالۍ سقوط کړي چې په دې نتیجه کې افغان ځواکونو... Читать дальше...

خامنه اي د ایران سېلاب ځپلو سیمو ته ۲ میلیارده ډالر منظور کړل

Pa.azadiradio.com 

د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي په ایران کې د وروستیو سېلابونو له ځپل شویو سیمو سره د مرستې او بیارغونې په ترڅ کې له ملي پراختیایي صندوقه د دوو ميلیاردو ډالرو ایستل منظور کړي دي. د ایران د دولتي رسنۍ د راپور له مخې، حکومت پرون وویل چې وروستیو سېلابونو لارو، سړکونو، کورونو او کرنیزو ځمکو ته شااوخوا دونیمو میلیاردو ډالرو په ارزښت تاوان رسولی دی. دا په اویا کلونو کې په ایران کې تر ټولو سخت سېلابونه وو چې د ځاني تلفاتو شمېر یې ایراني چارواکو اویا تنه ښودلی دی. سېلابونو همداراز له ۲۲۰ زرو زیات کسان... Читать дальше...

د هرات په ادرسکن کې سېلابونو ۲ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یکشنبې له ورځې راهېسې راغلو سېلابونو لږترلږه دوه کسان وژلي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، تازه سېلابونو په ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو کې د کرنې ځمکې او د استوګنې سیمې هم زیانمنې کړې دي. ده وویل: "له بده مرغه په هرات کې وروستیو سېلابونو زیانونه اړولي، په ادرسکن ولسوالۍ کې یې لږترلږه دوه کسان وژلي او همدارنګه یې د کرنې او استوګنې زیاتې سیمې زیانمنې کړي دي." ښاغلي فرهاد زیاته کړه، سختو سېلابونو د هرات ... Читать дальше...

چاروکي: په خوست کې د یوه خبریال د وژنې په تور ۴ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې يې د یوه خصوصي ټلویزیون د کارکوونکي سلطان محمود خیرخواه د وژنې په تور ۴ کسان نیولي دي. نن د دوشنبې په ورځ د خوست د ملي امنیت رئیس ډګروال محمد اشرف صافي د خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د خیرخواه په وژنه کې د پاتې تورنو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي. ده زیاته کړه: "د خیرخواه صیب د وژنې په تور ۴ عاملین نیول شوي او دوه نفره پاتې دي، دوی اعتراف لري، په دې اړه چې دا کار موږ کړی، نو ان شاالله په دې ارتباط زموږ نور کار هم جریان... Читать дальше...

"IPL" کې ممبی انډينز لوبډله د رایل چلنجرز بنګلور پر وړاندې لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ غوره‌لیګ یا «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه د ممبی انډينز لوبډله د رایل چیلنجرز بنګلور پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. دا دواړه لوبډلې په‌داسې حال کې سره مخ کېږي چې ممبی د «ای. پي. اېل» په روانو سیالیو کې ۷ لوبې کړي چې څلور یې ګتلي، خو بنګلور بیا په‌خپلو ۷ لوبو کې يوه بریا خپله کړې ده. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې ډېلي کپیټلز لوبډلې حیدراباد لوبډلې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه. د حیدراباد لوبډلې په ترکیب کې راشد خان ولوبېد چې په څلورو اورونو کې یې ۲۲ منډې ورکړې او يوه وېکټه‌یې واخیسته.

په بلخ کې درې ورځنۍ رزمي سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ورزشي مسؤلین وایي، په‌دغه ولایت کې درې ورځنۍ رزمي سیالۍ پیل شوې. د بلخ ولایت د بدني روزنې مشر محمد ابراهیم عثماني نن ازادي راډيو ته وویل، د فول رزم په نوم دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوي او سبا سې شنبې پای ته رسېږي. نوموړی وایي، په‌دغو رزمي سیالیو کې ۱۶۰ کسانو ګډون کړی چې ۳۰یې نجونې دي چې له دې شمېره به د ملي ټیم لپاره یو شمېر کسان غوره شي. ښاغلی عثماني وایي، فول رزم سیالۍ یې د ګل سرخ «نوي کال مېلې» په مناسبت چې ډېر کله د حمل لومړۍ نېټې نه د ثور تر ۱۰مې وي، پیل کړي او د هېواد له ۹ ولایتونو په‌کې لوبغاړو ګډون کړی دی.

۱۰ افغان لامبو وهونکي په اماراتو کې سیالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

۱۰ افغان لامبو وهونکي د ګڼو اسیايي هېوادونو ترمنځ د لامبو وهنې په سیالیو کې ګډون کوي. د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون وایي، دغه سیالۍ د روانې لمریزې میاشتې په پای کې په عربي اماراتو کې جوړېږي. د دغه فدراسیون مشر قاسم حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل، په‌دې سیالیو کې د ۱۰ افغان لوبغاړو تر څنګ یو روزونکی هم برخه اخلي. ښاغلی حمیدي وایي، د لامبو وهنې دا سیالۍ د اسیاسي کلپ جام ته د رسېدنې لپاره دي.


Музыкальные новости
Bon Jovi

Гітарист Річі Самбора шкодує, що не пішов із Bon Jovi раніше





Rss.plus
Культура

В Пушкинский день театр кукол «Ульгэр» выступил в райцентре Ресрублики Бурятия: Россия и Культура, Дети




Скучнейший матч, серия пенальти и суперфинал: «Зенит» опять не смог победить, но выбил ЦСКА из Кубка России

Тороп травмировался после столкновения головами с Алипом. Вратаря ЦСКА увезли с поля, 19-летний Шайхутдинов вышел вместо него

Дилеры в России приняли решение о снижении цен на китайский аналог «Камри»

Врио командующего войсками ЮВО назначен генерал-полковник Геннадий Анашкин




زلمی خلیل‌زاد: د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه لاره اوربند دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، په افغانستان کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه لاره اوربند دی.  ښاغلي خلیل‌زاد تېره شپه د ټویټر په څو پرله‌پسې پیغامونو کې ویلي، طالب مشران باید خپل مرکچي استازو ته اجازه ورکړي چې په‌دې اړه د بحث لپاره د خبرو اترو مېز ته راشي او زیاته کړې یې ده چې خپله به پرې ټینګار وکړي. خلیل‌زاد وايي، افغانان د یو پراخ اوربند مستحق او غوښتونکي دي او امریکا د دوی د دې غوښتنې ملاتړ کوي. د امریکا د ځانګړي استازي په وینا امریکا ځکه د سولې خبرې پیل کړي چې نوره جګړه د حل لاره نه‌ده. Читать дальше...

په لغمان کې چاودنه، اووه ماشومان وژل شوي

Mashaalradio.com 

په لغمان ولایت کې په بمي چاودنه کې اووه ماشومان وژل شوي دي. چارواکي وايي، دا پېښه د یکشنبې یا اتوار پر ماښام شوې ده او وايي چې ماشومان په لوبو اخته ول چې ناچاودې مرمۍ وچاودېده. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.



Москва

Наталья Которева презентовала новый трек «Как в сериале»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о планах благоустройства на северо-востоке Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт-телепремьера «Шаляпин и Рахманинов в Кисловодске» состоится на выставке-форуме «Россия»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице


Даниил Медведев

Без защиты: как Медведев и Хачанов проиграли свои матчи в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Росавиация опровергла спрямление рейсов в обмен на полеты в Элисту



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России