د بلوچستان حکومت وايي د هر ضلعي روغتون اړتیاوې پوره کوي
د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه وايي ، دوي ځکه په وار وار احتجاجونه کوي چې د صوبې په سرکاري روغتونونو کې مناسب سهولتونه نشته.
د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه وايي ، دوي ځکه په وار وار احتجاجونه کوي چې د صوبې په سرکاري روغتونونو کې مناسب سهولتونه نشته.
صدیق الله صداقت افغان انځورګر دی او په نهم ټولګي کې زده کړې کوي. دی د اتلسو کلونو دی او د زابل د میزانې ولسوالۍ دی. ملالۍ بشير له ده سره د ده د هنر په اړه خبرې کړي او په سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې څومره موده کيږي چې دی انځورګري کوي؟
د دې اوونۍ د لوبو له میدانه په خپرونه کې مو دا مطالب او موضوعات راټول کړي، د خپرونې په پیل کې...
په اسلام اباد کې د یو سکول زده کونکیو او استادانو د امن مارچ په نوم لاریون وکړ. لاریونوالو ویل پرمختګ هغه وخت راتللی شي چې په یو هېواد کې امن وي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي وايي، امریکا د ترورېستي سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شاملولو سره ناوړه ګام پورته کړی دی. د ایران یوه دولتي ټلوېزیون د خامنهاي له قوله ویلي دي چې سپاه پاسداران د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو ضد جبهه ده. د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د ترورېستي سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه د امریکا پرېکړه غندلې ده. روحاني نن په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، د امریکا دا پرېکړه یوه خطا ده او متحده ایالات د نړۍ د ترورېزم رښتینی مشر دی. Читать дальше...
پرون [د اپرېل پر اتمه] د کابل شمال ته بګرام هوایې ډګر ته نږدې په یو برید کې درې امریکایي سرتیري او یو امریکایي قراردادي وژل شوي دي. راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي ويډيو: رويټرز اژانس
د سمنګان ولایت په درې صوف ولسوالۍ کې په یوه کان کې د چاودنې له امله ۶ کان کېندونکي وژل شوي دي. د درې صوف ولسوال احمد علي حسني نن ازادي راډیو ته وویل چې د شب باشک په نوم د ډبرو سکرو په کان کې دا چاودنه تېره شپه شوې ده. د سمنګان په درې صوف کې له زرو زیات د ډبرو د سکرو کانونه دي چې زیاترهيې په غیر قانوني توګه کېندل کېږي او همدا غیر مسلکي کېندنه د دې سبب کېږي چې کان کېندونکو ته مرګ ژوبله واوړي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې نن بیا یوې چاودنې ۸ کسان ژوبل کړل. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا چاودنه د یوه چسپکي بم له امله شوې ده چې د ماین پاکۍ د یوې ادارې د کارکوونکو په موټر پسې نښلول شوی و. جلالاباد ښار نن بیا په داسې حال کې د ماین د چاودنې شاهد دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مأموریت یا یوناما په دې ښار کې د ماینونو په چاودنو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده. ملګري ملتونه وايي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې په جلالاباد ښار کې چاودنو له ۴۰ زیات کسان... Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني د ترورېستي سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه د امریکا پرېکړه وغندله. روحاني نن په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، د امریکا دا پرېکړه یوه خطا ده او متحده ایالات د نړۍ د ترورېزم رښتینی مشر هېواد دی. روحاني امریکا ته په خطاب کې وویل، تاسو څوک یاست چې انقلابي بنسټونه ترورېست وبولئ؟ نوموړي وویل، امریکا غواړي چې له ترورېستي ډلو څخه د سیمې د هېوادونو پر ضد ګټه اخلي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون اعلان وکړ چې د ایران پاسداران ځواکيې د نړیوالو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړی دی. Читать дальше...
د بګرام هوایي ډګر ته څېرمه په پرونۍ چاودنه کې ۳ امریکایي سرتېري او یو امریکایي قراردادي ووژل شول. طالبان دغه چاودنه د موټر بم، خو د غوڅ ملاتړ ماموریت یې د سړک د غاړې د ځای پرځای شویو بمونو د چاودنې له امله بولي. په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د دغې پېښې ۳ ټپي شوي سرتېري په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړيکو کمېسیون او یو شمېر کارپوهان د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ نوي کړکېچونه د افغانستان لپاره ...
د هلمند ولایت چارواکي تأییدوي چې په تازه عملیاتو کې چې د ګرشک ولسوالۍ کې ترسره شوي، د القاعده شبکې دوه ...
ثنا تاجک نوې پښتو سندرغاړې ده او تر شهرت موندلو وروسته یې د موسيقۍ رسمي زدهکړې پیل کړي. دا د خيبرپښتونخوا د دير سيمې اوسېدونکې ده خو د سندرو ويلو خوب په کلي کې بلکې په پېښور کې پوره شو.
د ايران ولسمشر د امريکا هغه پرېکړه غندلې چې د ايران انقلاب ساتونکی ځواک يې بهرنی ترهګر سازمان نومولی دی.
اردن ته د افغان حکومت د اجرائیه رئیس دوه ورځني سفر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تازه هیلې پیدا کړې دي. د اجرائیه ریاست ...
د پاکستان د احتساب ملي ادارې نن د پنجاب ایالت پخوانی اعلی وزیر او د حکومت د اپوزېسیون مشر شهباز شریف او د هغه زوی حمزه شهباز په اختلاس او مالي فساد تورن کړي دي. پر شهباز شریف تور پورې شوی دی چې د پنجاب ایالت د مشرۍ پر مهاليې د خپلې کورنۍ د یوې فابریکې د ګټې لپاره له خپلې دندې ناوړه استفاده کړې ده. شهباز شریف او حمزه شهباز به اوس چې پر ځانيې لګېدلي تورونه رد او سیاسي بللي، محاکمې ته وړاندې کېږي. پر شهباز شریف چې له ۲۰۱۳ کال تر ۲۰۱۸ کاله پورې د پنجاب اعلی وزیر و، په تېره فبرورۍ میاشت کې هم له خپلې دندې څخه د ناوړه استفادې تور پورې شوی و.
د بلخ دولتي ادارو ته یو شمېر نوي تعیین شوي مأمورین او رئیسان شکایت لري چې له دوو میاشتو راپه دېخوا د محلي ادارې د ...
سعودي عربستان په ترورېستي سازمانونو کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون له سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې سپاه پاسداران انقلاب ځواک چې نوموړي په نړۍ کې د ایران د ترورېستي ډلو ملاتړی او د ترورېزم وسیله وبلله، د نړیوالو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړ. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا دا پرېکړه د ترورېزم خلاف مبارزه کې یو جدي اقدام دی. سعودي په سیمه کې د ایران تر ټولو ستر سیال هېواد دی او دواړه د سوريې او... Читать дальше...
د جګړه ځپلي ولایت ارزګان اوسېدونکي وايي، تمه لري چې د ژوند تر ټولو لوی ارمان چې سوله ده پوره شي. دوی پر ...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بګرام کې ترسره شوې حمله وحشیانه بللې او غندلې یې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ...
د ازادو مبارزو اتل قیس احمد جسور د یوې نړیوالې لوبې لپاره فیلیپین ته ولاړ. د بدني روزنې ریاست وايي، ښاغلی جسور به د اپرېل په ۱۲مه نېټه له خپل چینايي سیال سره لوبه وکړي. لوبه د افغانستان په وخت په درېیو بجو او پنځه دقیقو ترسره کېږي. افغان اتل قیس احمد جسور چې د «ONE Championship» سازمان کې غړیتوب لري دا مهال شپږ ریکارډونه لري.
د هندوستان د کرکټ د غورهلیګ سیالیو په لړ کې نن ماښام چنای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. دواړه لوبډلې د روانو سیالیو پیاوړې لوبډلې بلل کېږي چې تر دې دمهيې د اته اته نمرو په لرلو سره د سیالیو د جدول په سر کې ځای لري. دا لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې د هندوستان په چنای ایالت کې پیلېږي. د دې سیالۍ د تېرې شپې په لوبه کې بیا حیدراباد لوبډلې د پنجاب لوبډلې په وړاندې ماتې وخوړه. حیدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا حکومت په ګرده صوبه کې سکولونو ته د ماشومانو داخلولو مهم پرانست چې پیل یې اعلا وزیر د جمرود په یوه سرکاري های سکول کې له یوې غونډې وکړ. پر دې مهال د محمود خان وینا وه چې په دې صوبه کې ۲۶ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي او هڅه یې ده چې سږ کال اته لکه ماشومان ښوونځيو ته واچوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مأموریت یا یوناما د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د وروستیو بمي چاودنو له امله د ملکي وګړو په مرګژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده. یوناما په یوې اعلامیه کې نن ویلي چې د دوی موندنو ښودلې چې په تېرو ۵ ورځو کې په جلالاباد کې د ماینونو په چاودنو کې ۴۰ ملکیانو ته چې ماشومان او ښځې هم پهکې شامل دي، مرګژوبله اوښتې ده. ملګرو ملتونو په فوري توګه د ګڼې ګوڼې او په عامه ساحو کې د ماینونو د استعمال د بندېدو غوښتنه کړې ده. په جلالاباد کې پرون هم د سړک د غاړې چاودنې یو ملکي وګړی وواژه او درې نور یې ژوبل کړل.
د افغانستان د سولې ولسي حرکت غړي چې له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تللي او له خلکو سرهيې ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости