په هلمند کې د انتحاري حملو ۷ پلان جوړوونکي وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان ځانګړو پولیسو پرون شپه په هلمند ولایت کې د انتحاري حملو اووه پلان جوړوونکي وژلي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې ګډ عملیات د نهرسراج ولسوالۍ په شورکی کلي کې د یوه تروریستي مرکز پر سر شول.
اعلامیه زیاتوي چې د انتحاري بریدونو د اووه پلان جوړونکو په وژنې سربېره افغان پوځیانو له بمونو ډک یو موټر هم شنډ کړی او زیاته اندازه جنګي مهمات یې هم ترلاسه کړي.
وسلهوالو طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې اعلامیې او ادعا په اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی.