فیسبوک د پاکستاني پوځ سره تړلې ۱۰۳پاڼې، ګروپونه او اکونټونه لېرې کړل
فیسبوک ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې «ای.اېس.پي.ار» سره تړلې ۱۰۳ پاڼې، ګروپونه او اکونټونه یې لېرې کړي.
د فیسبوک د سایبري امنیت د برخې مسؤل نتانیل ګلایچر نن په یوه بیان کې ویلي چې په پاکستان کې دغو فیسبوکونو د نه اعتماد وړ چارې مخته وړلې.
ګلایچر زیاته کړې، که څه هم د دوه میلیونه او اته لکه خلکو درلودونکو دغو پاڼو، اکونټونو او شبکو خپل هویت پټ کړی و خو دوی پرې پوه شول چې د «ای.اېس.پي.ار» یا د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو لپاره یې کار کاوه.
«ای.اېس.پي.ار» سمدستي غبرګون نهدی ښودلی.
په یوه ورته اقدام کې فیسبوک د هند د ملي کانګرس د ګوند ۶۸۷ پاڼې لېرې کړي.
فیسبوک د هند تر انتخاباتو څو ورځې مخکې د خپل دغه اقدام په اړه ویلي چې دغو پاڼو هم د نه اعتماد وړ چارې تنظیمولې.