اوغلو: ترکیه له نیکولاس مادورو د ملاتړ ژمنه کوي
![اوغلو: ترکیه له نیکولاس مادورو د ملاتړ ژمنه کوي](https://gdb.rferl.org/93162ED8-6C76-400D-8DA0-4E8B39E182BA_cx0_cy18_cw61_w800_h450.jpg)
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، هېواد یې د ونزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
اوغلو نن دا هم ویلي چې د امریکا په فشارونو سربېره له ونزویلا سره په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
اوغلو نن دا خبره له خپل ونزویلايي سیال جورج اریازا سره په یوه خبري کنفرانس کې په ترکیه کې وکړه.
ترکیه د روسیې، چین او کیوبا تر څنګ د نیکولاس مادورو په یوې تر ټولو سترې ملاتړې اوښتې ده.
متحده ایالتونو، د لاتینې امریکا ګڼو هېوادونو او اروپايي ټولنې د ونزویلا د مخالفینو له مشر خوان ګوایدو ملاتړ کړی.
ونزویلا په تازه اقدام کې خوان ګوایدو له رسمي موقفونو محروم کړی، هغه څه چې یو ځل بیا یې تُند غبرګونونه پارولي دي.
خوان ګوایدو او لسګونه زره پلویانو یې د نیکولاس مادورو حکومت په فساد او درغلیو تورن کړی او ځان یې د ونزویلا موقت جمهور رئیس اعلان کړی دی.