د فوټبال افغان لوبډله له ایران سره د سیالۍ عاید سېلاب ځپلو ته ورکوي
![د فوټبال افغان لوبډله له ایران سره د سیالۍ عاید سېلاب ځپلو ته ورکوي](https://gdb.rferl.org/BC6204C9-6152-4C3E-BF70-65F611214291_cx71_cy47_cw19_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په پام کې لري چې په دغه هېواد کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف د ایران د فوټبال له ملي لوبډلې سره یوه دوستانه لوبه ترسره کوي.
د دغه فدارسیون د خپرونو مسؤل شفیع شاداب وايي، د دغې لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د مسؤل مدیر او روزونکي او د ایران د فوټبال د فدراسیون د مسؤلینو تر منځ خبرې شوې دي.
ښاغلی شاداب وايي، تر اوسه د دغې لوبې په اړه خبرې نه دي وروستۍ شوي او نه یې هم نېټه کره شوې ده، خو په خبره یې چې که دغه لوبه ترسره شي، د ایران د پلازمېنې تهران په ازادي لوبغالي کې به وي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دې لوبې د نندارې د تکټونو له درکه ترلاسه شوی عاید به د افغانستان له سېلاب خپلو سره په مرستو ولګول شي.