یوناما په جلالاباد کې د ملکيانو پر مرګژوبلې اندېښنه وښوده
![یوناما په جلالاباد کې د ملکيانو پر مرګژوبلې اندېښنه وښوده](https://gdb.rferl.org/4FF40391-0232-4051-B7C1-2E6852A2FFC6_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مأموریت یا یوناما د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د وروستیو بمي چاودنو له امله د ملکي وګړو په مرګژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما په یوې اعلامیه کې نن ویلي چې د دوی موندنو ښودلې چې په تېرو ۵ ورځو کې په جلالاباد کې د ماینونو په چاودنو کې ۴۰ ملکیانو ته چې ماشومان او ښځې هم پهکې شامل دي، مرګژوبله اوښتې ده.
ملګرو ملتونو په فوري توګه د ګڼې ګوڼې او په عامه ساحو کې د ماینونو د استعمال د بندېدو غوښتنه کړې ده.
په جلالاباد کې پرون هم د سړک د غاړې چاودنې یو ملکي وګړی وواژه او درې نور یې ژوبل کړل.