"IPL" کې ممبی انډینز او کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې سره مخ کېږي
د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ «ای. پي. اېل» سیالیو په ۲۴مه لوبه کې به نن ماښام ممبی انډینز او کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.
افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ په پنجاب لوبډله کې لوبېږي چې په تېره سیالۍ کې يې یوه وېکټ اخیستې وه.
دا سیالۍ په ممبی کې د افغانستان پر وخت ماښام اوه بجې پیلېږي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز لوبډلې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو د جدول لومړی ځای يې خپل کړ.
پهدې سیالۍ کې د کلکتې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته ۱۰۹ منډې هدف وټاکه چې چنای لوبډلې یاد هدف د لوبې په ۱۸م اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.