د نجي سکولو فیسونه ولې زیات دي؟
د پاکستان ستر عدالت مشر قاضي اصف سعید کوسه د اپرېل پر نهمه نېټه د سپریم کورټ په مشرۍ د نجي سکولونو فیسونو د یوې مقدمې اورېدنه کې وویل چې تعلیم یو بنیادي حق دی او رسول یې د ریاست ذمه داري ده خو ریاست یې په دې چاره کې ناکامه شوی دی.
په دغه اورېدنه کې دا هم وویل شول چې نجي سکولونه په یوه نه بله پلمه خپل فیسونه زیاتوي.
خو د نجي سکولونو مالکان بیا شکایت کوي چې د ټېکس ټولولو سرکاري ادارې یې بیا بیا تنګوي او دا تتنګونه تر هغه وروسته لا زیاته شوې کله چې پخواني چیف جسټس ثاقب نثار د نجي سکولونو د زیاتو فیسونو په اړه له خپلې مخې ګروږنه یا سوموټو نوټیس واخیست.
په کوټه کې د یوې نجي ادارې لیډرز اوډیسي له مشر شېخ زاهد خان مندوخېل سره خبرې کوو د نجي سکولونو فیسونه ولې زیات دي؟