د اکتوبر ۳۱مه نېټه د برګزیټ د عملي کولو لپاره ټاکل شوې
![د اکتوبر ۳۱مه نېټه د برګزیټ د عملي کولو لپاره ټاکل شوې](https://gdb.rferl.org/A87F407E-263F-4118-B25D-0F8875EF358F_w800_h450.jpg)
د بریتانيا صدراعظمه ټرزامې او د اروپايي ټولنې مشران له دې اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو د معاملې یا برګزیټ لپاره د مهالویش په تمدیدولو سلا شوي دي.
د دې موافقې له مخې چې تېره شپه په بروکسل کې د دواړو خواو ترمنځ د شپې په ناوخته غونډه کې شوې، د راتلونکي اکتوبر میاشت ۳۱مه نېټه د برګزیټ د عملي کولو لپاره ټاکل شوې ده.
د اروپايې شورا مشر ډونالډ ټوسک چې نن سهار يې دا اعلان وکړ، وویل چې لندن ته ۶ میاشتې نور وخت ورکړل شوی، څو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره تر ټولو غوره لار انتخاب کړي.
د اروپايي ټولنې مشران په له دې ټولنې د بریتانيا د وتلو د معاملې یا برګزیټ په اړه په را روانه جون میاشت کې بیا غونډه وکړي.