نتانیاهو ته لار هواره شوې څو په پنځم ځل د اسرائیل صدراعظم شي
![نتانیاهو ته لار هواره شوې څو په پنځم ځل د اسرائیل صدراعظم شي](https://gdb.rferl.org/2F58CD90-4DF2-438D-B150-E7186294A8CE_w800_h450.jpg)
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په انتخاباتو کې تر خپلو سیالانو مخکې شوی او دې ته لار هواره شوې ده چې د پنځم ځل لپاره د اسرائیل صدراعظم شي.
پرون نږدې ټولې رأیې وګڼل شوې چې د دې له مخې د نتانیاهو لیکود ګوند د وړو ملتپاله ګوندونو په ملاتړ د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو ۶۵ خپلې کړې دي.
د بني ګانټس شین او سپین ګوند خپله ماتې منلې ده.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ښکاره د صدراعظم نتانیاهو ملاتړ کړی دی.
د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ښاغلي نتانیاهو هم په ټویټر کې له ولسمشر ټرمپ سره د نږدې اړیکو خبره کړې وه.