د سوډان ولسمشر د پوځ لهخوا اړ ایستل شو چې له واکه لېرې شي
د سوډان ولسمشر عمرالبشیر وروسته له ۳۰ کلنې واکمنۍ نن د پوځ لهخوا اړ ایستل شو چې له واکه لېرې شي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سوډان په دارفور کې حکومتي سرچینو او د اقتصاد او تولید وزیر عبدالمحجوب حسېن په دبۍ کې مېشتې الحدث ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې عمرالبشیر له دندې ګوښه شو.
د سوډان د پخواني صدراعظم صادق المهدي زوی نن وويل چې عمر البشیر او همکاران يې په خپلو کورو کې نظربند دي.
د دولتي ټلوېزیون راپور وايي چې پوځ به ژر یوه مهمه اعلامیه خپره کړي.
د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د دفاع وزارت او لویو سړکونو شاوخوا ځواکونه ګومارل شوي دي.
په همدې حال کې زرګونو کسانو د حکومت پرضد د سوډان د دفاع وزارت مخې ته لاریونونه وکړل.
په سوډان کې خلکو څلور مياشتې مخکې د عمر البشیر د واکمنۍ پر وړاندې اعتراضونه پیل کړي وو.