مصر کې نیول شوې روسۍ ډله په سخت دريځۍ تورنه شوه
د مصر په قاهره کې د روسیې د سفارت د قونسلګرۍ څانګه وايي، د روسانو یوه ډله چې مصر د ۲۰۱۸ میلادي کال په اګسټ مياشت کې نيولې وه، په سخت دريځۍ تورنه شوه.
د قونسلګرۍ څانګې مشر یوسف اباکاروف وايي چې په قاهره کې يوې محکمې له اينګوشيتیا څخه د پنځو روسانو پر وړاندې د دې قضيې لومړۍ غونډه د اپرېل په نهمه جوړه کړه.
اباکاروف وايي، روسي ډپلوماتانو او د یوه مشکوک کس پلار ته چې له اینګوشيتیا څخه راغلی و، محکمې ته د ورتګ اجازه ورنهکړل شوه.
ده وویل چې مصري چارواکو ورته ويلي چې د محکمې غونډې د بندو دروازو تر شا کېږي.
اباکاروف وايي چې تر توقیف وروسته لومړيو پنځو مشکوکو روسانو ته اجازه ورکړل شوه چې له څارنوال سره وویني.
ده ويلي چې وروسته روسي ډپلوماتانو ته خبر ورکړل شو چې دا پنځه کسان د سخت دريځۍ په فعالیتونو تورن شوي دي.
ده وویل چې یوه قرغز الاصله روسۍ ښځه هم د سخت دريځۍ په فعالیتونو تورنه شوه.
دا ښځه پنځه اولادونه هم لري.