په بادغیس کې له زرو سیلابځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د بادغیس ولایت چارواکي وايي چې پهدې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله څه باندې زرو تنو زیانمن شویو ته یې خوراکي مواد وېشلي دي.
په بادغیس کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې سرپرست محمداختر وايي چې د څلور نیم میلیونه افغانیو په ارزښت دا مرستې یې د حکومت له بودجې برابرې کړي دي.
د بادغیس د تېرې میاشتې په سېلابونو کې ۱۰ تنه مړه او یو شمېر نور ژوبل شول.
همدا راز زرګونه جریبه ځمکه او یو شمېر کورونه ویجاړ شول.