۱۰ افغان لامبو وهونکي په اماراتو کې سیالۍ کوي
۱۰ افغان لامبو وهونکي د ګڼو اسیايي هېوادونو ترمنځ د لامبو وهنې په سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون وایي، دغه سیالۍ د روانې لمریزې میاشتې په پای کې په عربي اماراتو کې جوړېږي.
د دغه فدراسیون مشر قاسم حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل، پهدې سیالیو کې د ۱۰ افغان لوبغاړو تر څنګ یو روزونکی هم برخه اخلي.
ښاغلی حمیدي وایي، د لامبو وهنې دا سیالۍ د اسیاسي کلپ جام ته د رسېدنې لپاره دي.