په پاریس کې د یوې ۸۵۰ کلنې کلیسا چت نړېدلی
د فرانسې په مرکز پاریس کې په نوتردام کلیسا کې د اور د لمبو له کبله د دې ۸۵۰ کلنې کلیسا چت نړېدلی دی.
دغه نږدې سل متره مخروطي ډوله منار چې د فرانسې یوه مشهوره ودانۍ وه، پرون داسې مهال ونړېده چې د هغې لرګین چت د اور په لمبو وسوځېد.
وروسته بیا د اور لمبې بلې ودانۍ ته وغځېدې.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ملت ته خپله پلان شوې وینا وځنډوله او د پېښې سیمې ته ورغی.
ولسمشر مکرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:
"لکه زما نور هېوادوال، زه نن شپه خفه یم چې زموږ دا ځای سوځېدلی وینم."
په داسې حال کې چې د اور وژنې کارکوونکي د لمبو د کنټرول په چارو بوخت دي، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.
پولیس وایي، د اور د لګېدو علت تر اوسه معلوم نهدی، خو د پاریس اور وژونکې ادارې ویلي چې دا کار په دغې ودانۍ کې د بیارغوني له کارونو سره تړاو لري.
تر اوسه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.