کراچۍ کې توپان درې تنه وژلي ۲۰ ژوبل
![کراچۍ کې توپان درې تنه وژلي ۲۰ ژوبل](https://gdb.rferl.org/faa33476-cf34-4627-b7f4-3445dafb2d20_tv_w800_h450.jpg)
په کراچۍ کې د اتوار په ورځ سخت توپان لږ تر لږه درې کسان وژلي او شل تنه نور ژوبل دي. د موسمیاتو محکمه وايي د توپان رفتار په ګنټه کې ۵۶ کلومیټره وو. په لوی شمېر ونې او د بریښنايي لیکې ستنې چپه شوې دي چې له وجې یې د ټریفک نظام ګډوډ شوی دی. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په دې رپورټ کې وګورئ.