رستمي: په فراه او بادغیس کې د پیازو د ساتنې ۴۵ سړې خونې جوړېږي
![رستمي: په فراه او بادغیس کې د پیازو د ساتنې ۴۵ سړې خونې جوړېږي](https://gdb.rferl.org/965A4CA1-D548-4EF8-942D-6196BA0DD97F_cx0_cy18_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په فراه او بادغیس ولایتونو کې د پیازو د ساتنې لپاره ۴۵ بابه صفر انرژي سړې خونې جوړوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه سړې خونې به د روان کال په ترڅ کې د پیازو د ساتلو، کښت ته د بزګرو د هڅونې او په بازار کې د خرڅلاو د نرخ د کنټرول په هدف جوړې شي.
ښاغلی رستمي وایي، دغه وزارت په پام کې لري چې په نورو ولایتونو کې هم لکه کابل، پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ او غزني کې ورته سړې خونې جوړې کړي.