د ملي اردو چارواکي وايي، په ارزګان کې ۹ وسله وال وژل شوي
![د ملي اردو چارواکي وايي، په ارزګان کې ۹ وسله وال وژل شوي](https://gdb.rferl.org/F7A328E8-435E-407F-9E75-A4B9F03D0FFF_cx38_cy38_cw43_w800_h450.jpg)
د ملي اردو چارواکي وايي، په ارزګان ولايت کې ۹ وسله وال وژل شوي دي.
دغه پوځي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او دهراود ولسوالۍ کې شوي دي.
د افغانستان په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيى علوي نن وويل، په دغو عملياتو کې د وسله والو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.