مولانا فضل الرحمن: قبايلي ضلعې بې قانونه پرتې دي
![مولانا فضل الرحمن: قبايلي ضلعې بې قانونه پرتې دي](https://gdb.rferl.org/0e991724-ce80-4fd3-adf7-2dcf8d462b4e_tv_w800_h450.jpg)
د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي چې په هېواد کې ناکراري ده خو نه پوهېږي نور سياسي ګوندونه پر دې حالاتو باندې ولې غلې دي. د اپريل پر ۲۱ مه د خيبرپښتونخوا د خېبر ضلعې جمرود کې د ملين مارچ په نوم ولسي غونډې ته د وينا پر مهال نوموړي وويل چې د ايين ۲۴۷ مادې ختمېدو او د عدالت له خوا د عبوري قانون ځنډېدو وروسته اوس په قبايلي ضلعو کې هيڅ قانون نشته.