ایران او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په یوه ګډ ځواک سلا شوي
![ایران او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په یوه ګډ ځواک سلا شوي](https://gdb.rferl.org/C8756F52-61C9-4E02-A6F0-5FE87769D7A2_w800_h450.jpg)
د ایران ولسمشر حسن روحاني او دې هېواد ته په سفر ورغلی د پاکستان صدراعظم عمران خان سلا شوي دي چې پر خپله شریکه پوله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د "غبرګون یو ګډ ځواک" رامنځته کړي.
دا خبره د ایران دولتي رسنیو کړې ده.
عمران خان ته په رسمي توګه نن سهار د ایران پلازمېنې تهران کې هرکلی وویل شو.
د ایران ولسمشر حسن روحاني له عمران خان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي:
"موږ په دې موافق شو چې پر پوله د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د چټک غبرګون یو شریک ځواک رامنځته کړو."
تر دې مخکې دواړو هېوادونو پر یو بل تورونه پورې کړي وو چې د هغو وسلهوالو پر ضد پوره اقدامات نهکوي چې د ایران او پاکستان ترمنځ په سرحدي بلوڅ مېشتو سیمو کې فعال دي.
عمران خان له حسن روحاني سره په دې ګډه خبري غونډه کې ویلي:
"پاکستان به هېڅ وسلهوالې ډلې ته اجازه ورنهکړي چې له خاورې یې فعالیت وکړي."
نوموړي زیاته کړې ده چې د ترهګرۍ ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلاف زیات کړی.
عمران خان د یکشنبې په ورځ په رسمي سفر ایران ته ورسېد.
دا د پاکستان د صدراعظم په توګه دې هېواد ته د نوموړي لومړنی رسمي سفر دی.