د سریلانکا په خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی
![د سریلانکا په خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی](https://gdb.rferl.org/06961801-25DD-46E0-9EAD-3A2B8643C28B_w800_h450.jpg)
په سریلانکا کې په وروستیو خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۳۱۰ ته لوړ شوی دی.
د پولیسو په وینا، ۵۰۰ تنه زخمیان دي.
د یکشنبې په ورځ چې د نړۍ عیسویانو د ایستر مذهبي مراسم ترسره کول، د سریلانکا په پلازمېنه، کلمبو کې پر کلیساوو او لُکسو هوټلونو نهه چاودنې وشوې.
د سریلانکا پولیسو نن د اپرېل په ۲۳مه وویل چې سلګونه زخمیان لا هم په روغتونونو کې بستر دي.
پولیسو ویلي چې د حملو په تړاو یې تر اوسه ۴۰ مشکوک کسان نیولي دي.
په سریلانکا کې نن د قربانیانو د درناوي لپاره ملي ماتم اعلان شوی دی.
د هغه هېواد ټول ولس نن درې دقیقې سکوت وکړ.
د حملو مسؤلیت رسماً کومې ډلې نهدی اخیستی.
په سریلانکا کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د سریلانکا د جمهوري ریاست ویاند، راجیثا سیناراتني ویلي چې حملې د افراطي اسلامپالو یوې ډلې چې "جماعهالتوحید الوطنیه" ورته ویل کېږي، کړې دي.
سریلانکا ۲۲ میلیونه وګړي لري چې اکثر بودایان دي.
د سریلانکا ۱۲ فیصده وګړي مسلمانان، مسیحیان او هندوان دي.