خلیلزاد: افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي، د جنګ بندېدل غواړي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي وسلهوالو طالبانو ته بلنه ورکړې چې له نورو افغانانو سره یوځای شي او دا کال د سولې کال کړي.
خلیلزاد نن د پنجشنبې په ورځ په ټويټر کې ليکلي، افغانان له تاوتریخوالي ستړي شوي او نور د جنګ بندیدل غواړي.
ښاغلي خليلزاد ليکلي:
"طالبان وايي چې اوربند يې په اجنډا کې نهشته، خو زموږ اجنډا سوله ده. افغانانو کافي تاوتریخوالی ولید او د جنګ خاتمه غواړي. متحده ایالاتونه ورسره ولاړ دي."
زلمي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموریت یا یوناما پرون په خپل راپور کې دولت پلوي ځواکونه په وروستیو درېیو میاشتو کې د زياتو ملکیانو د مرګ ژوبلې عاملین بللي.
د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې د پروسې د چټکتيا په هدف د څو هېوادونو ته په اووم سفر وتلى دى.