چارواکي: هلمند د طالبانو ١٢٠٠کيلوګرامه مخدره توکي نیول شوي
د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په هلمند ولايت کې د وسلهوالو طالبانو ١٢٠٠ کيلوګرامه مخدره مواد نيول شوي دي.
دغه رياست نن په خپله اعلاميه کې ويلي چې ځانګړو قطعاتو يې په مارجې ولسوالۍ کې د انارګل په نوم د طالبانو د يوه قوماندان پر مرکز عمليات کړي دي.
ويل شوي چې پهدغو عملياتو کې ٥ عرادې وسايط، وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
د ملي امنيت په اعلاميه کې ويل شوي چې لاسته راغلي مواد د تخنيکي ډلې لهخوا په ساحه کې سوځول شوي دي.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.