سیند حکومت نرښځیان په پولیسو کې ګماري
![سیند حکومت نرښځیان په پولیسو کې ګماري](https://gdb.rferl.org/15aef655-5ba7-4aa4-9211-959238a02b26_tv_w800_h450.jpg)
د سیند صوبې چارواکي وايي، نرښځيان کولای شي د صوبې په پوليس څانګه کې د چارواکو په حېث خپله دنده ترسره کړي. د سیند پوليسو مشر سيد کليم امام د اپرېل پر ۲۴مه رويټرز خبري اژانس ته وويل:"موږ به نرښځيانو ته د هغو د تعليم مطابق څوکۍ ورکوو." نرښځیانو د نوموړي د اعلان هرکلی کړی. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.