د احمدشاه ابدالي د کرکټ د «فسټ کلاس» سیالۍ تازه حال
![د احمدشاه ابدالي د کرکټ د «فسټ کلاس» سیالۍ تازه حال](https://gdb.rferl.org/80F8DEB6-3C88-4C62-8F09-627D1EFE22C8_w800_h450.jpg)
د احمدشاه ابدالي د کرکټ په فسټ کلاس سیالیو کې اوس مهال بوسټ لوبډله د کابل، سپینغر د بند امیر او مس عینک او امو د لوبډلو په وړاندې توپ وهنه کوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د کابل او بوسټ ترمنځ په کابل کې د بند امیر او سپین غر تر منځ په ننګرهار کې او د امو او مس عینک ترمنځ په کونړ کې سیالۍ روانه ده.
د احمد شاه ابدالي د کرکټ دا څلور ورځنۍ لوبې چې نږدې یوه میاشت وړاندې پیل شوي تردې دمه پهکې امو او کابل زون لوبډلې تر نورو وړاندې دي.