رابرټ مولر د ویلیام بار لهخوا د ده د راپور له مختصرې بڼې شکایت کړی
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا خاص څارنوال رابرټ مولر د لوی څارنوال ویلیام بار لهخوا د ده د ۴۴۸ مخیز راپور له مختصرې بڼې شکایت کړی دی.
مولر ویلي، د رپوټ خلاصه د ده د ټولو نتایجو محتوا، طبیعت او ماهیت په بشپړه توګه نه منعکسوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي چې د رابرټ مولر د لیک یوه کاپي ویلیام بار ته هم رسېدلې ده.
د مارچ په ۲۴مه د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د خاص څارنوال رابرټ مولر د ۴۴۸ مخیز راپور خلاصه په څلورو پاڼو کې وړاندې کړه.
خاص څارنوال او ټيم یې د امریکا د ولسمشرۍ په ۲۰۱۶ میلادي کال انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د تورونو په اړه تحقیقات کول.
د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار ویلي چې له روسیې سره د متحده ایالاتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین تر منځ د جوړجاړي د تور په اړه هېڅ شواهد نهدي ترلاسه شوي.
ډموکراټانو ویلي ویلیام بار هغه نتایج چې د ټرمپ لپاره یې منفې اغیزې درلودې قصداً کم اهمیته ښودلي.
تمه ده چې د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار نن د مې په لومړۍ د امریکا متحده ایالاتونو د سنا جرګې قضايي کمېټې ته ورشي چې جمهوري غوښتونکي یې کنټرولوي.