کندهار له روژه ماتي وروسته د ځوانانو د ساعت تیرۍ ښار
د کندهار ځوانان د تمې خلاف تر روژه ماتي وروسته هره شپه د ښار په مختلفو برخو کې تر سهاره مېلې او بانډارونه کوي.
د کندهار ځوانان د تمې خلاف تر روژه ماتي وروسته هره شپه د ښار په مختلفو برخو کې تر سهاره مېلې او بانډارونه کوي.
د پاکستان حکومت کوښښ کوي چې پر مالي بدعنوانيوو نظر ساتونکې نړيوالې ادارې، ایف ای ټي ايف له خړ ليست څخه ووځي او په تور ليست کې يې رانه شي.
د پاکستان اپوزېشن ګوندونو حکومت ته خبرداری ورکړی چې د اقتصاد سمولو لپاره دې پر خلکو فشار نه اچوي. دوی غوښتي چې د جون په مياشت کې اعلانوونکي کلني بجټ کې دې پر خلکو ټيکسونه نه لګي او د شيانو نرخونه دې کنټرول شي.
د پي ټي ای حکومت له پکار ده چې په معاشي، ټولنیزه او سیاسي توګه خپلې پالیسیانې سمې کړي او اپوزیشن ته د احتجاجونو موقع ورنکړي. سیاسي شنونکې ډاکټره خالده غوث
د تاجکستان په یوه زندان کې ۲۹ بندیان او ۳ عسکر وژل شوي. ډونالډ ټرمپ وايي چې جنګ به د ایران رسمي خاتمه وي. د اوکرایین ولسمشرولادمیر زیلینسکي لوړه وکړه او پارلمان یې منحل اعلان کړ. په بلجیم کې د ږیرورو او بریتورو سیالي وشوه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
پاکستان کرکټ بورد د نړیوال کپ کرکټ سیالیو لپاره په پنځلس تني لوبډله کې بدلون کړی او درې لوبغاړي يې پکې شامل کړي دي.
خوست کې پولیسو په جرمونو ککړ شل تورن کسان له پنځلس توپنچو او کلاشینکوفونو او له یوه اندازه نشه يي توکيو سره نیول شوي دي.
بېګا شپه د بلوچستان پښتني سیمې په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او ځايي خلکو لاریون وکړ او په خپلو ویناګانو کې یې غوښتنې کولې چې ریاستي ادارې دې د پښتنو پرضد جبر او ناسمه رویه ختمه کړي. دغه احتجاج ته د ټیلیفون په لار د وینا په وخت د پي ټي اېم مشر منظور پشتین ویلي د ریاستي ادارو دوه مخه پالیسیانې نورې د منلو وړ نه دي. د احتجاج نور حال د ډیوه راډيو په رپوټ کې
د زر بي بي شپږ اولادونه د پولیسو په لیکو کې وژل شوي دي. دا د غزني د اندړو ولسوالۍ د برېمځو د کلي اوسېدونکې ده چې دا وخت یې کورنۍ د غزني مرکز ته څېرمه په توحید اباد سیمه کې ژوند کوي. ویډیو: حبیب الرحمن تاثیر اېډېټ: لېمه هادي
د تاجکستان انصاف وزارت وايي، د هغه هېواد په یوه زندان کې د بلوې په نتیجه کې درې ساتونکي او ګڼ بندیان وژل شوي دي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تهران ته په نوي ګواښ ورکولو سره ويلي چې شخړه به ايران په رسمي توګه له منځه يوسي.
د مې پر ۱۹مه په اسلام اباد کې هزاره ګانو د کلتور ورځ ولمانځله. غونډې ته لسګونه هزاره ګان ورغلي ول چې په ویناګانو کې یې خپلې ټولنې ته ورپېښو ګواښونو په ګډون د خپل ژوند او کلتور په اړه هم معلومات ورکړل. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
په فاریاب کې د ناامنیو له امله له دوه سوو درېشو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي. دا بې ځایه شوي کورنۍ چې د فاریاب ولایت له دولتاباد ولسوالۍ څخه د شبرغان ښار ته را کډه شوي دي، د روژې سختې ورځې تېروي. ویډیو: عالم رحمانیار ایډیټ: لېمه هادي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا «یوناما» په خپل نوي راپور کې ویلي چې د پالیسۍ او قانوني اصلاحاتو سره-سره...
د اپرېل پر ۲۰مه وسله والو په کابل کې د مخابراتو وزارت پر ودانۍ برید وکړ. مینه ګل هلته په یوه ریاست کې کار کوي. دې ژر منډې کړې او نېږدې وړکتون ته ورغلله چې خپله دوه کلنه لور وژغوري. نوموړې د رویټرز اژانس په ویډیو کې د هغې ورځ او تر هغې وروسته د کارکوونکو میندو د وېرې حال بیانوي.
د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن په ګډون په پاکستان کې ډېری اپوزيشن ګوندونو له اختره پس د پارليمان دننه او دباندې د حکومت پرضد د احتجاج پیلولو اعلان کړی دی.
افغان پولیسو تېره شپه د کندهار ښار په بېلابېلو حوزو کې درې غلچکي بریدکوونکي ووژل. د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راديو ته وويل: "لومړی دوه تنه بريدکوونکي د کندهار په لسمه امنیتي حوزه کې د پوليسو پر ګزمې برید وکړ، خو د پولیسو د مقاومت په نتیجه کې یو برید کوونکی ووژل شو او دوهم وتښتېد، خو دوهم بریدګر بيا په دولسمې امنیتي حوزې کې د امنیتي ځواکونو لهخوا محاصره او وویشتل شو. درېیمه پېښه په لومړی امنیتي حوزې کې وشوه." ښاغلي بارکزي وویل، درېیم بريدکوونکي هم داسې مهال ووژل شو چې د پوليسو پر تلاشۍ یې د بريد هڅه وکړه. Читать дальше...
یو کارکوونکی یو کتاب! دغه کمپاین د کابل ښار په دولتي ادارو کې د کتاب او مطالعې د ترویج په هدف د کلیو او پراختیا وزارت د انسټيټيوټ د کارکوونکو له خوا د "راځئ له کتاب سره مهربانه ووسو" په شعار سره پیل شو. شفیع کریمي په دې اړه راپور چمتو کړی. ویډیو او اېډېټ: شعیع کریمي
د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، بهر ته د صادارتو د نه صادرېدو او پهدې ولایت کې د سړو خونو د نه موجودیت له امله د تولیداتو په بیو کې ټیټوالی راغلی چې د دې ولایت بزګران يې اندېښمن کړي دي. د دغې خونې مسؤل حشمت نورزاي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اساسي اندېښنه دا ده چې د حاصل په را رسېدو سره به د توکو بیې د تېرکال په څېر راټیټې شي. دی وايي: "یوه ستونزه دا ده چې توکي بهر ته نه صادریږي، ان یوه کیلو پیاز موږ په یوه افغانۍ پلورل، سړې خونې نشته باید ورته جدي پاملرنه وشي،... Читать дальше...
د هرات سوداګرو ته د بانکونو له لارې د ډالرو نه ویشل ګڼې ستونزې رامنځ ته کړې دي. د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر سعد خطیبي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه اقدام له تېرو څو میاشتو د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په هدف ترسره کېږي. دی وايي: "څو میاشتې کېږي چې دا ستونزه موجوده ده دلیل دا ښودل کېږي د ډالرو پیسې له افغانستانه بهر انتقالیږي او دا سوداګرو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي دي." نوموړي وویل، د سوداګرو تر ډېره راکړې ورکړه په ډالرو دي، خو کله چې بانکونو ته ورځي له زر ډالرو ډېر نهشي اخېستلی. Читать дальше...
د ولسي جرګې د ریاست پر سر د مخالفتونو د هواري لپاره روانو هڅو نتیجه نهده ورکړې.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې ولسمشریزه
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان خطاب خنجري نن دوشنبه وویل چې د دې لامل د پولیسو ښه روزنه او د هغوی پر وخت اکمال او نورو نظامي ارګانونو سره ښه همغږي ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د منځنۍ اسیا او د سیمې او نړۍ د ګډو همکاریو په ناستو کې له طالبانو ...
د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ملکي کسان وژل شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости