له هړتاله کوټه په ټپه ولاړه
د بلوچستان په مرکز کوټه کې مخالفو ګوندونو د مې پر ۱۷مه د حکومت خلاف کاربندیز وکړ، د ښار پر سړکونو د ګاډو تګ راتګ هم د نورو ورځو پرتله ډېر کم وو.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې مخالفو ګوندونو د مې پر ۱۷مه د حکومت خلاف کاربندیز وکړ، د ښار پر سړکونو د ګاډو تګ راتګ هم د نورو ورځو پرتله ډېر کم وو.
سپينې ماڼۍ د امريکا د استازو جرګې له مشخصو غړيو سره د ایران د کړکېچ په اړه محرم معلومات شریک کړي دي. د هندوستان د انتخاباتو کمیسیون د دې هيواد ټولو سياسي ګوندونو ته ويلي چې خپل انتخاباتي کمپاين نن پای ته ورسوي.
په بغداد کې يو جومات هر ورځ بې وزله او غريبانو ته روژه ماتی ورکوي ويډيو : ايسوشيډيټ پريس
د چترال په کیلاش سیمه کې د چیلم جوشي مېله پای ته ورسېده چې پکې کیلاشۍنجونه دودیز کالي اغوستي، له غرونو رغونو د ګلونو ګېډۍ راوړي او هره کورنۍ د برکت لپاره پۍ/شیدې وېشي. د نیاز احمد خان ویډيو راپور
په دا وروستیو کې د سیند صوبې د لاړکانې په یوه کلي کې په لسګونو کسانو کې د هیومن اېمیونو ډېفېشېنسي وایرس (اېچ ای وي) تصدیق شوی. د اې اېف پي ویډيو راپور زموږ همکاره ملیحه امیرزاده وړاندې کوي.
حسیبې یو داسې روڼ فکر له ځان سره یو وړ چې خپل کړېدلی ولس یې د تل لپاره له دې شعوري رڼا بې برخې کړ. روح دې ښاد وي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیره وايي، نوي ډیلي به د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. سوشما سواراج دا خبره نن د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې د شورا د دارلانشاء د رئیس عمر داوودزي سره په لیدنه کې کړې. د سولې د عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد وايي، دواړو خواوو د افغانستان د سولې په تړاو پر سیمهییزه اجماع خبرې کړي دي: "دواړو خواوو د افغانستان پر سوله او د سولې په اړه پر سیمهییزه اجماع خبرې اترې کړي. لوړ پوړو هندي چارواکو د افغانانو په مشرۍ او... Читать дальше...
د تاجکستان ولسمشر وايي، اتیا افغان بندیان به ډېر ژر افغانستان ته ولېږدول شي. امام علي رحمان دا خبره پرون د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې وکړه. ویل کېږي چې افغان لوري له تاجکستانه افغانستان د افغان بندیانو د انتقال غوښتنه کړې وه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، پهدې لیدنه کې پر امنیتي، اقتصادي او انکشافي پروژو هم بحث وشو. په خبرپاڼه کې نهدي ویل شوي چې په مجموع کې څومره افغانان په تاجکستان کې بندیان... Читать дальше...
په هلمند کې چارواکي وايي، د نهراج سراج په ولسوالۍ کې د یو شمېر پولیسو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي. د هلمند د والي ویاند عمرځواک نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل لومړني معلومات ښيې چې د ۶۰۱ نمبر لویې لارې د پولیسو د قوماندان حاجي ګران په شمول اته نور پولیس به د بهرنیو ځواکونو په یو هوايي برید کې وژل شوي. پېښه کې ۱۱ نور ټپیان دي. ځینو راپورونو د وژل شویو پولیسو شمېره تر دې زیاته ښودلې. تېره شپه وسلهوالو طالبانو د لښکرګاه او نهرسراج ترمنځ ښار ته نږدې سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ،... Читать дальше...
د اوکراین واکمن پارلماني ائتلاف وروسته له هغې مات شو چې د «خلکو د جبهې ګوند» له دې ائتلاف ووت. دا خبره د اوکراین د پارلمان مشر اندري پاروبي کړې ده. د جمعې په ورځ دا اعلان وروسته له هغې وشو چې د خلکو د جبهې په نوم د ګوند مشر ماکسیم بوربک چې په پارلمان کې دوهم لوی ګوند دی، د اروپايي اوکراین په نوم له واکمن ائتلاف څخه د وتلو اعلان وکړ. دا کار په اوکراین کې د نوې ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د لوړې له مراسمو څو ورځې مخکې کېږي. د اوکراین د اساسي قانون له مخې د دې هېواد پارلمان اوس دیرش ورځې وخت لري چې نوی واکمن ائتلاف جوړ کړي. Читать дальше...
ایران پر چین او روسيې غږ کړی دی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د ساتلو لپاره دې جدي ګامونه واخلي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش ډلې يوه ۱۴ کسیزه کورنۍ چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او د پاکستان له پنجاب سره تعلق لري
د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سرکاري روغتونونو ډاکټران وايي، د صوبې د روغتیا وزیر هشام انعام الله او د ځېنو نورو روغتیايي چارواکو له دندو څخه تر ګوښه کېدو پورې کاربندیز ته دوام ورکوي. په دې اړه د شبیر احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د ملکيانو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، د روژې میاشتې له پیله نږدې ۳۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ځناورو د حقونو فعالانو په افريقايي هېواد کينيا غږ کړی چې په چين کې د دوايانو لپاره د خرو په حلالولو بندېز ولګوي. د ای اېف پي اژانس په وينا، په دې وروستيو کې په کينيا کې د خرو حلالول زيات شوي دي. د فرانس پريس اژانس ويډيو ګل اياز وړاندې کوي.
د افغانستان د سیاسي ګوندونو ملي ائتلاف د سولې په برخه کې د لا زیاتو هڅو غوښتونکي شو ل او ټینګار کوي چې د ولسمشریزو انتخاباتو له ترسره کېدو وړاندې لومړی باید په هېواد کې سوله راشي.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د جلالاباد په ښار کې وروستۍ هدفي وژنې او بمي چاودنې پهدې ولایت کې پر يو شمېر اشخاصو او تروریستي ډلو د مالي سرچينو د تړلو په غبرګون کې شوي دي.
افغان حکومت وایي، جرمني د سولې د بینالافغاني خبرو کوربهتوب ته د اسناتیاوو د برابرولو په برخه کې چمتوالی ښوولی.
امریکايي چارواکو او طالبانو د هغو راپورونو پر وړاندې غبرګون ښودلی چې وايي، پنټاګون غوښتل د طالبانو مرکچیانو ته د قطر د خبرو پرمهال د سفر لګښتونه ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د مې پر ۱۶مه په توکیو کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی...
د امريکا د حکومت يوه وزيره وايي، لا هم احتمال لري چې ترکيه ښايي د روسيې د ميزائيلو دفاعي سيسټم له پیرلو ډډه وکړي. له مسکو د دې دفاعي سيسټم د رانيولو موافقې واشنګټن او د ناټو ګڼ متحدان په غوسه کړي دي. د امريکا د هوايي ځواک له وزيرې هيدر ويلسن «Heather Wilson» پوښتنه وشوه: ايا امکان لري چې انقره د ميزائيلو د «S-400» ډوله دفاعي سيسټم د پیرلو په برخه کې خپل نظر کاملاً بدل کړي؟ مېرمن وېلسن پرون وويل: دا حتمال شته. هغې په خپلو خبرو کې وويل چې پر دې موضوع ډيپلوماتان خپل کار ته دوام ورکوي. Читать дальше...
سپينې ماڼۍ د کانګرس له ځينو مشخصو مشرانو له ډلې سره د ايران په اړه پټ معلومات شريک کړل. تر دې مخکې شکايت شوى و چې په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځي فعاليتونو په اړه د کانګرس د استازو له جرګې سره معلومات نه شريک کېږي. د کانګرس د استازو جرګې له اته کسيزې ډلې سره چې څلور تنه يې ډيموکراتان او څلور جمهوريت غوښتونکي وو، دغه معلومات چې ترحد زيات پټ استخباراتي اطلاعات ګڼل شوي- پرون شريک کړاى شول. امريکايي رسنيو د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړى چې په پام کې ده د کانګرس د مشرانو جرګې او د استازو جرګې... Читать дальше...
د بغلان ولايت په ده صلاح او خوست و فرنګ ولسواليو کې سېلابونو له کبله ٢٠ کورونه تخريب شوي دي. دغو سېلابونو چې د پنجشنبې په شپه راغلي، په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه او په لسګونو څاروي مړه کړي دي. د بغلان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې مشر مجيب الرحمن بهين ويلي چې دغو سېلابونو چا ته د سر زيان نه دى اړولى. بهين وويل چې اړو کسانو ته د مرستې رسونې لپاره لازم تدابير نيول شوي دي.
په هرات کې د ښوونکو له اعتصاب وروسته د پوهنې وزارت وايي چې د ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو د زیاتولو لپاره هڅه کوي. د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت پرون ماښام ازادي راډيو ته وویل، ځینې طرحې ترلاس لاندې نیول شوي چې ښايي د ښوونکو د معاشونو د لوړولو امکان برابر کړي: "اعتراض او اعتصاب باید په داسې ډول وشي چې زیان یې زموږ زده کوونکي او د افغانستان زامن ونه ویني. زموږ درسي نصاب باید وروسته پاتې نهشي که څه هم سمه ده چې د دوی معاشونه باید لوړ شي او دا زموږ د ښوونکو حق دی." د هرات د ښوونځیو ښوونکو پرون اعتصاب وکړ او ټولګیو ته له تلو څخه یې ډډه وکړه.
د افغانستان دفاع وزارت، په کندهار ولایت کې په هوايي حملو کې د لسګونه طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. دفاع وزارت پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې وايي چې د طالبانو پر پټنځایونو د افغان هوايي ځواکونو په بمباریو کې ۳۷ طالبان وژل شوي او د یو ملا په ګډون ۱۲ نور وسلهوال ټپیان شوي. په بیان کې نهدي ویل شوي چې دا هوايي حملې د کندهار ولایت په کومه سیمه کې شوې دي؟ له بلېخوا د زابل ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې په شملزیو ولسوالۍ کې د ملي اردو د تلاشۍ پر دوو پوستو د طالبانو په برید کې لس افغان سرتېري وژل شوي دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости