Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 23.05.2019

په کراچۍ کې غریبانو ته مفت روژه مات ورکول کېږي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې یو شمېر انسان دوسته خلک د روژې پر مهال په غریبانو کې مفت خوراکونه وېشي. دوي وايي ډېر داسې بې وسه کورنۍ وي چې په روژه کې د زیاتې شوې ګرانۍ له کبله په مفتو خوراکونو پسې ګرځي. بوریوال کاکړ په دې اړه رویټرز اژانس ویډیو رپوټ وړاندې کوي.

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

نریندرا مودي د هند پارلماني انتخابات ګټلي او افغان ولسمشر اشرف غني مبارکي ورکړې. نن پنجشنبه د اروپايي ټولنې پارلماني انتخابات پیل شول. په انګلستان کې سرچپه کور جوړ شوی او سیلانیان یې ور جلب کړي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

د ایوا کيسې: پر انسټاګرام د هولوکاسټ وېرونکې کيسه

Mashaalradio.com 

یوه يهودۍ نجلۍ ایوا چې په ۱۹۴۴ م کال کې د هولوکاسټ(د يهودانو ټولوژنې) ښکار شوې وه، د هغې د ژوند کيسې انسټاګرام ته راوړل کېږي. دا پروژه د اوکراين په لووییو ښار کې چمتو کړل شوې. په اړه یې د مشال راډیو د روسۍ ژبې ټېلېویژن ''کرنټ ټایم'' ویډیو، اسرار عالم مومند یې وړاندې کوي.

د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر لا هم جنجالونه روان دي

Pa.azadiradio.com 

د شپږو ورځو په تېرېدو سره بیا هم د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر جنجالونه روان دي. په پام کې وه چې ولسي جرګه د پنجشنبې په ورځ د ګمارل شوي پلاوي پر پریکړه رایګیري وکړي، خو د جرګې د ځینو غړیو له مخالفت سره مخ شول. ویډیو او ایډیټ: شفیع کریمي

افغان لوبډله هرې لوبډلې ته ستونزې جوړولی شي: ويرات کوهلي

Mashaalradio.com 

نړيوال کرکټ کپ پېليدونکی دی. د هند لوبډلمشر ويرات کوهلي وايي افغان لوبډله ډېره ښه شوې ده او سيالو هېوادونو ته ماتې ورکولی شي. ګلبدين نايب بيا وايي چې هره لوبډله ماتولی شی او د اصغر، نبي او راشد خان له تجربې به ګټه اخلي. ويډيو: ای، ايف، پي ايډيټ: بشير ګواښ او هدايت سلطاني



پاکستان د لېرې واټن ویشتونکی نوی راکټ ازمویلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ ویلي چې د لېرې واټن ویشتونکی نوی راکټ يې ازمویلی دی. دا راکټ اټمي مردکۍ لېږدولای شي. د پاکستان د پوځ د یوه بیان پر اساس، د شاهین دو په نوم راکټ ۱۵۰۰ کیلو متره واټن ویشتلای شي. دا راکټ نن د مې په درویشتمه، ازمویل شوی دی.

د اوکراین د پارلمان په اړه د نوي ولسمشر فرمان نافذ شو

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د پارلمان په اړه د نوي ولسمشر ولادیمیر زلنسکي فرمان  نن د مې په درویشتمه، نافذ شو. د ولسمشر زلنسکي د فرمان له مخې به پارلمان لغو شي او د جولای په میاشت کې به له سره پارلماني انتخابات وشي. د جمهور رئیس فرمان نن د اوکراین په ورځپاڼه «اوریادوي کوریر» کې خپور شوی دی.  زلنسکي د مې په شلمه، د جمهور رئيس په توګه د لوړې مراسمو ته وویل چې پارلمان به لغو کوي.  هغه تردې وینا یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې د جون په ۲۱مه به نوی پارلمان انتخاب شي. زلنسکي ویلي چې دا وار به خلک د یوه کاندید پر ځای په ګوندونو رأی ویشي. Читать дальше...

یوناما: افغانستان کې په هوايي حملو کې ملکي تلفات په زیاتېدو دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي چې په افغانستان کې په هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی. یوناما نن د مې په ۲۳مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د مې په شلمه او دوه ویشتمه د هلمند په ګرشک او د کونړ په څوکۍ ولسوالیو کې ۱۴ ملکي وګړي چې پینځه ښځې او ۷ ماشومان وو، په هوايي حملو کې وژل شوي دي. یوناما د جګړې پر خواوو غږ کړی چې د جګړې اصولو ته پام وکړي او ملکي خلکو ته دې زیات تاوان نه اړوي.  د افغانستان حکومت په‌دې اړه خبرې نه‌دي کړي. ملګري ملتونه همدا... Читать дальше...

ولسمشر غني د هند صدراعظم نارېندر مودي ته د بري مبارکي ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس د هند صدراعظم نارېندر مودي ته په ابتدايي رأی شمېرنه کې د بري، مبارکي ورکړې ده. غني په یوه ټویټ کې نن د مې په ۲۳مه لیکلي چې د اسیا د جَنوب د امنیت او ثبات لپاره د دواړو ولسواکیو د همکارۍ پراختیا غواړي.  د هند د پارلماني ټاکنو د رایو د شمېر ابتدايي پایلې څرګندوي چې د صدراعظم نارېندرا مودي ګوند تر نورو مخکې دی. دې ټاکنو ته تر ډېره حده د نارېندرا مودي د حکومت په اړه د ټول‌پوښتنې په توګه ګڼل کېږي. د مودي د اقتصادي اصلاحاتو د کړن‌لارې په اړه د هند په ټولنه کې مختلف نظرونه ورکول کېږي. Читать дальше...

ملي امنیت په پکتیکا کې د طالبانو د عملیاتو قوماندان نیولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په پکتیکا کې د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو قوماندان قیام الدین چې په کامران مشهور و، نیول شوی دی. د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، نن د مې په درویشتمه، ازادي راډیو ته وویل چې د دې قوماندان د نیولو لپاره نن سهار د پکتیکا په مرکز ښرنه کې پوځي عملیات شوي دي. عملیات د ځانګړو ځواکونو قطعې کړي دي. د ملي امنیت ریاست ازادي راډیو ته ویلي چې د وسله‌والو طالبانو څلور واړه قوماندانان هم په‌دې عملیاتو کې نیول شوي دي.  وسله‌والو طالبانو خبرې نه‌دي کړي.

په کابل کې د ماشومانو د تکواندو رمضاني جام سیالۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي چې سبا جمعه به په کابل کې د ماشومانو د تکواندو رمضاني جام سیالۍ پیل شي. د دې فدراسیون رئیس بشر تره‌کي ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې سیالیو کې به د کابل د ۲۰ کلبونو ۱۵۰ لوبغاړي برخه ولري. د ښاغلي تره کي په خبره دا سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي: "دا سیالۍ د روژې د مبارکې میاشتې په احترام جوړېږي او په‌کې به د تکواندو د برخې د ماشومانو لوبغاړو استعدادونه لوړ شي." د نوموړي په وینا دغه ډول سیالۍ له تېرو نهه کلونو راهیسې هرکال د روژې په میاشت کې جوړیږي.

روغتون په کتابتون اړول شوی

Mashaalradio.com 

د کوټې په سریاب کې د بې نظیر بوټو په نامه یو روغتون یوه لسیزه وړاندې پرانیستل شوی وو خو سرکار ورته لاهم طبي عمله نه ده ګومارلې. دې حالاتو ته په کتو ځايي ځوانانو د روغتون ودانۍ یوه برخه په کتابتون اړولې او هلته خپل لوست پکې کوي. د ایوب ترین ویډيو راپور


Музыкальные новости




Rss.plus






د فراه ولایت په بڼونو د پتنګانو یرغل!

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت په بڼونو دغه پتنګان چې شمېر یې میلیونونو ته رسېږي د دغه ولایت بزګران اندېښمن کړي. دا په‌دې وروستیو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې په میلیونو پتنګان له ایران څخه دغه ولایت ته راځي. ویډیو: احمد شاه فطرت ایډیټ: لېمه هادي

د مریم لپاره د پاینده محمد هیلې خاورې شوې!

Pa.azadiradio.com 

پاینده محمد په ۱۳۹۷ لمریز کال د کابل د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې په‌داسې حال کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو چې له کارځای څخه د کور په لور روان و. ​په اړه یې دا ویډیو وګورئ.

دا یوه میاشت د مسلمانانو په خدمت کې: ګورمیت سینګ

Mashaalradio.com 

د خیبر قبایلي ضلعې په جمرود کې د سیکانو یوې کورنۍ په خپل دوکان کې د روژې په درناوي کې د مسلمانانو لپاره د خوراکي توکیو نرخونه د نور بازار په پرتله ټیټ کړي دي. دوکاندار ګورمیت سینګ وایي د پلار یې ورته دا لارښوونه ده چې یوولس میاشتې د ځان لپاره او دا یوه میاشت په روژه کې ګټه مه کوه بلکې له مسلمانانو سره یوالی وښیه. د مشال راډیو همکار فرهاد شینواري یې ویډيو راپور کښلی.




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России