"د ګوادر پر هوټل بريد کې پنځه کسان وژل شوي"
د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان د ساحلي ښار ګوادر پر پرل کانټېنېټل هوټل په برید کې پېنځه کسان وژل شوي.بريد د مې پر ۱۱ مه شوی وو چې ذمه واري بلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي منلې.
د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان د ساحلي ښار ګوادر پر پرل کانټېنېټل هوټل په برید کې پېنځه کسان وژل شوي.بريد د مې پر ۱۱ مه شوی وو چې ذمه واري بلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي منلې.
په ترکيه کې د افغان کاروباريانو او سوداګرو شمېر ورځ تر بله زياتېږي. دوی رېستورانونه، د سرو زرو، قيمتي کاڼو او د مځکو او جاييدادونو کاروبارونه کوي.
بلال شفقت په پېښور کې اوسیږي او له تیرو ۲۵ کلونو راهیسې شپېلۍ غږوی. د هغه کورنۍ د هندوستان له راجستان ایالت څخه پاکستان ته کډه شوې وه. بلال د خپل هنري سفر په هکله د امریکا غږ خبریالې لایبې یوسفزۍ سره دغې مرکې کې ډیر څه ویلي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون سلاکاره او د ټلوېزیوني خپرونو چلوونکې مینه منګل نن په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شوه. هغه تېره ورځ د نامعلومو کسانو لهخوا ووژل شوه او د کابل پولیسو د دغې پېښې د عاملینو د نیولو لپاره څېړنې پیل کړې دي. نور حال د تمیم اخګر په وېډیويي راپور کې.
د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته ۵ میاشتې پاتې دي، خو د انتخاباتو څارونکي بنسټونه انتقاد کوي چې د انتخاباتو...
مسعود اندرابي زیاته کړه چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د تګلارې په بدلون سره د تېر کال په پرتله په کابل کې ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې چاودنه د مې پر ۱۲مه مازیګر مهال، د یوه مقناطیسي بم له کبله شوې
د کابل ښار په دارلامان سیمه کې چاودنه شوې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې دغه چاودنه د کابل ښار د دارلامان پر سړک د یوه مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده. ښاغلي رحیمي رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې دغه ماین په یوه رنجر موټر پورې نښلول شوی و چې شااوخوا لس دقیقې مخکې یې د دارلامان پر سړک د علاوالدین په درې لاري سیمه کې یې چاودنه وکړه. د دې پېښې د زیان په تر اوسه نور جزیات نه دې تر لاسه شوي.
د پېښور په ښار کې د خان کلب په نوم یوه وداني ده چې شاوخوا ۲۰۰ کاله زړه ده. دا پخوا د هندوانو حوېلۍ وه او وروسته د انګرېزانو په وخت کې د ساعت تېری ځای شو. د ودانۍ بهر او دننه د لرګي نقاشۍ کار شوی خو اوس ویجاړه پرته ده. ویډیو وګورئ.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې له ډاکټر قبله ایاز سره غږېدلي یو. نوموړی د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر دی. تر دې وړاندې هغه د پېښور پوهنتون وایس چانسلر هم پاتې شوی دی.
د ارزګان چارواکي وایي چې د ترینکوټ او چورې ولسوالۍ ترمنځ لارې يې د ټرافیکو پرمخ خلاصې کړي. د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین وايي، دغه لارې يې د نظامي عملیاتو پرمهال پاکې کړي او په یو شمېر سیمو کې یې امنیتي پوستې هم ځای پرځای کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ترینکوټ ښار اړوند د چینو او خانقي سیمو کې افغان او بهرنیو ځواکونو څلور ورځې ګډ پلي عملیات وکړل. د سیمې خلک هم ډېر خوشحال دي چې دا سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي، خو غوښتنه کوي چې دغه لارې دې له ماینونو هم ورپاکې کړي.
د مې پر ۱۲مه، د خوست ښار دوکاندارانو او کاروباریانو د ولایتي ادارې او د ښاروالۍ ریاست د چارواکو لخوا د دوکانونو د اوسپنې څادرو څخه د جوړو سیورو (سایه بان) د ماتولو په اعتراض کې ښار تړلی دی.
د تلویزیوني خپرونو د پخوانۍ چلوونکې مینې منګل کورنۍ د خپلې وژل شوې لور د قاتلانو د محاکمې...
د هندوستان د کرکټ د غورهلیګ یا «ای.پي.اېل» سیالیو په پای لوبه کې نن شپه چنای سوپر کېنګز او ممبي اېنډینز لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت اووه بجې د حیدراباد دواړه لوبډلې په «ای.پي.اېل» سیالیو کې تردې دمه ۲۹ ځلي مخامخ شوي چې ۱۶يې ممبي او ۱۱ يې چنای لوبډلې ګټلي دي. همدا شان دواړو لوبډلو درې- درې واره د «ای.پي.اېل» سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړی دی. دغه سیالۍ د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه د هندوستان د کرکټ د اته سوداګریزو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې. Читать дальше...
د کندهار په ولایت کې د فوټبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې. د دې ولایت د ورزش ادارې سرپرست مدیراغا نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پهدې سیالیو کې ۱۲۰ لوبډلې برخه لري چې د احمد شاه ابدالي د فوټبال په سټډیوم کې ترسره کېږي. دی وايي، دا سیالۍ د روژې د میاشتې تر اخره دوام کوي او هره شپه څلور لوبې ترسره کېږي. نوموړي همدا شان وویل چې د سیالیو په پای کې به ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او جایزې هم ورکړل شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د فوټبال د ۱۹ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو په اسیايي سیالیو کې به افغانستان په «F» ګروپ کې له سعودي عربستان، ازبکستان او هندوستان لوبډلو سره لوبې کوي. د دې فدراسیون مطبوعاتي مرستیال شمس امیني نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا سیالۍ د روان میلادي کال د نوومبر په ۱۰مه پیلېږي او ۴۶ اسیاسي لوبډلې پهکې برخه لري. نوموړی وايي: "د ثور په ۱۹مه نېټه د مالیزیا په کولالامپور ښار کې د دې سیالیو د ګروپ بندې لپاره پچه اچونه وشوه، پهدې سیالیو کې ۴۶ اسیاسي هېوادونو... Читать дальше...
د افغانستان معاصر شاعر او ادیب خلیل الله خلیلي د هېواد ملي شخصیت، سیاستمدار او د افغانستان د خورو ورو ...
د مې پر ۱۲ د نوي ډیلي په شمول د شمالي هند د نورو برخو اوسېدونکو د هغه هېواد د عامو انتخاباتو په شپږم پړاو کې رایې واچولې.
د پاکستان صدراعظم د بلوچستان ايالت په ګوادر کې پر يوه عصري هوټل پرونۍ وژونکې حمله وغندله. پوځي چارواکي وايي، درې حمله کوونکي هغه وخت ووژل شول، چې لومړى يې په سپکو وسلو او لاسي بمونو پر پېرل انټرکانټيننټل هوټل حمله وکړه. د بلوڅانو يوې بېلتون غوښتونکې ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسؤليت منلى او د څلورو حمله کوونکو عکسونه يې خپاره کړي دي. د پاکستان صدراعظم عمران خان په هغه اعلاميه کې چې د ده دفتر خپره کړې ويلي: "دا ډول پېښې په ځانګړي ډول په بلوچستان کې زموږ د اقتصادي پروژو او بسياينې د سبوتاژ هڅه ده." په اعلاميه کې ويل شوي... Читать дальше...
د روسيې په روستوف سيمه کې چارواکي وايي، د ګازو تر چاودنې وروسته يې جنايي تحقيقات پيل کړي دي. دغه چاودنه په يوه اپارتمان کې وشوه، چې يو سړى او يو ماشوم يې ووژل. محلي چارواکي وايي، چاودنې په هغه ودانۍ کې چې د نړېدو له خطر سره مخامخ ده، ګڼ اپارتمانونه تخريب کړي دي. په پېښه کې دوه کسان سخت ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي. تاس خبري اژانس راپور ورکړى، چې تحقيق کوونکو د پېښې په تړاو د ګازو د هغې کمپنۍ اسناد ضبط کړي، چې په سيمه کې يې خدمات وړاندې کول. په جنورۍ مياشت کې هم په روستوف سيمه کې د طبيعي ګازو په چاودنه کې ٥ کسان مړه شوي وو. Читать дальше...
د لاجورد لارې یو شمېر افغان سوداګر وايي، دوی او د لاریو موټر چلوونکي یې د ویزې او روډپاس په ګډون له ځینو ستونزو سره مخ دي.
د پوځ بیان وايي، د مې پر ۱۱مه تر برید وروسته پوځي سرتېرو په هوټل کې عملیات پیل کړل چې پکې پېنځه کسان ووژل شول چې پکې څلور یې د هوټل کارکوونکي
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې په دې هېواد کې له روانو اقتصادي ستونزو سره د مقابلې لپاره ...
په نوموړې ولایت کې یوشمېر دینې عالمانو او قومي مشرانو له ازادي راډيو سره د خبرو پرمهال وویل چې افغان امنیتي...
د کونړ ولايت په مرکز کې يو قومي مشر شاه محمد خان د وسله والو په حمله کې ووژل شو. د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل شېرولي ازادي راډيو ته وويل چې دغه قومي مشر نن سهار وختي له کوره جومات ته روان و چې ورباندې ډزې وشوې. چا د دې پېښې مسؤليت نه دى منلى. دا په تېرو دوو مياشتو کې په کونړ کې د خپل ډول له مخې درېيمه هدفي وژنه ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости