د عراق صدراعظم: داعش لا هم نړۍ ته یو جدي ګواښ دی
د عراق لومړی وزیر وايي، د اسلامي دولت وسلهواله ډله «داعش» تر اوسه هم نړۍ ته یو جدي ګواښ دی.
عادل عبدالمهدي د سې شنبې په ورځ د داعش وسلهوالې ډلې د مشر ابوبکر البغدادی د ویډیو له خپریدو وروسته وویل: سره د دې چې د داعش ډلې توان کم شوی، خو دا ډله په بشپړه توګه لهمنځه نهده وړل شوې.
د ښاغلي مهدي په وینا، ټول باید په ګډه هڅه وکړي، څو د اسلامي دولت په نوم وسلهواله ډله په بشپړه توګه وځپل شي.
تردې مخکې د دوشنبې په ورځ د ابوبکر البغدادي نوي ویډیويي پیغام خپور شو.
نوموړی پهدې ۱۸ دقیقهيي ویډیو کې وايي چې غچ به واخلي. تراوسه څرګنده نهده چې دا ویډیو کله او چېرې ثبت شوې ده.
تر دې مخکې بغدادي د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۴میلادي کال کې کله یې چې د موصل په یو جومات کې وینا کوله په یوه ویډیو کې څرګند شوی و.