د ويکيليکس وېبسايټ مؤسس جوليان اسانژ په بند محکوم شو
د بريتانيا يوې محکمې د ويکيليکس وېبسايټ مؤسس جوليان اسانژ د محکمې د ضمانت له شرايطو د سرغړونې په تور په ٥٠ اوونيو بند محکوم کړ.
د اسټراليا دغه ٤٧ کلن وګړى تېره مياشت په لندن کې د ايکوادور په سفارت کې تر نيول کېدو وروسته د ضمانت له شرايطو په سرغړونې تورن شو.
اسانژ په بريتانيا کې په ٢٠١٢میلادي کال کې د دې لپاره په ضمانت خوشې شو چې په دې موده کې پر هغه په سويډن کې د لګېدلو تورونو څېړنه وشي.
دى په سويډن کې په جنسي تېري تورن و، خو اسانژ دا تورونه رد کړي دي. دغه قضيه تېر کال بېرته واخيستل شوه.
دى د دې لپاره چې سويډن ته ونه سپارل شي، د ضمانت د شرايطو برخلاف يې په لندن کې د ايکوادور سفارت ته پناه يووړه.
خو دى اوس د امريکا د فډرال حکومت د توطئې له تورونو سره مخامخ دى چې په انټرنټ کې يې د حکومت تر ټولو زيات اسناد افشا کړي دي.
بريتانيا به اوس دا پرېکړه کوي چې ايا اسانژ د هغو تورونو له کبله چې نوموړي د امريکا د استخباراتو له يوې پخوانې شنونکې سره توطئه کړې ده، امريکا ته وسپاري که څنګه؟
ويل شوي، اسانژ د چلسي مننګ په مرسته په ٢٠١٠میلادي کال کې پټ يا محرم معلومات ډوانلوډ کړي وو.
که پر ده دغه تورونه ثابت شي، ښايي په پنځه کلن بند محکوم شي.