چارواکي: کندهار، زابل او ارزګان کې ۳۸ مخالف وسلهوال وژل شوي
د ملي اردو چارواکي وايي، په کندهار، زابل او ارزګان کې د دولت ۳۸ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د ٢٠٥ قول اردو وياند يحيى علوي وايي، په دغو عملياتو کې ١١ نور وسلهوال ټپيان شوي هم دي:
"د کندهار د خاکرېز او ميوند ولسواليو په مربوطاتو کې ٦ تنه تروريستان وژل شوي او ٤ تنه يې ټپيان شوي دي. د ارزګان د چورې ولسوالۍ او مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې ٢٤ تنه تروريستان وژل شوي او ٣ تنه يې ټپيان شوي دي."
ښاغلي علوي وويل، ٨ تنه نور وسلهوال په زابل کې وژل شوي او ٤ تنه يې ټپيان شوي دي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند ونه ويل چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه؟
تر اوسه وسلهوالو طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.