فېسبوک د امريکا د ګڼو ښي اړخو افراطي سياستوالو حسابونه بندوي
فېسبوک اعلان کړى چې د امريکا د ګڼو ښي اړخو افراطي سياستوالو حسابونه يې بند کړي دي.
پر فېسبوک فشار دى چې په دې ټولنيزه رسنۍ کې د کرکې او تعصب په وړاندې جدي اقدامات وکړي.
فېسبوک پرون وويل، د دغو سياستوالو حسابونه پر «خطرناکو اشخاصو» د دوى له بنديزه د سرغړونې له کبله تړل شوي دي.
په هغو کسانو کې چې حسابونه يې تړل شوي يو هم الکس جونس «Alex Jones» او د هغه وېبسايټ دى چې زيات وخت د توطئې تيوريګانې خپروي.
فېسبوک ويلي چې د پاول نيهلين «Paul Nehlen» په نوم کس هم شامل دى چې د سپين پوستو د برترۍ لپاره مبارزه کوي او په ٢٠١٨میلادي کال کې د کانګرس لپاره کانديد و.
بل تن د اسلام د ملت په نوم د مذهبي ډلې مشر لويس فراخان دى چې د تورپوستو د بېلتون غوښتنې لپاره يې تبليغ کړى او يهودانو ته يې د «مېږيانو» خطاب کړى دى.
فېسبوک ويلي پهدغه ټولنيزه شبکه کې به په منع شويو اشخاصو پورې تړلي هر ډول حسابونه، پېجونه يا پاڼې، ګروپونه او مناسبتونه به تړل کېږي.