کابل او بغلان کې ۳ کسان د نشهيي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول
![کابل او بغلان کې ۳ کسان د نشهيي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول](https://gdb.rferl.org/8EA69049-0B72-4988-BAE5-D9F45CFB5361_cx33_cy11_cw51_w800_h450.jpg)
په کابل او بغلان ولایتونو کې درې کسان د نشهيي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې دوه تنه هغه مهال د کابل په ارغندۍ چوک کې ونیول شول چې غوښتل یې ۱۱کیلو ګرامه هیروئین د هېواد له جنوبي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کړي.
په دوهمه پېښه کې د بغلان ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو یو تن د دې ولایت په ختیځ کمربند کې هغه مهال ونیو چې اووه کیلو ګرامه هیروئین یې له یوه ګاونډي ولایت څخه بغلان ته قاچاق کول.