د ارزګان خلک: د جګړې خواوې دې زمونږ سرونو او مالونو ته پام وکړي
د ارزګان جنګ ځپلي خلک وایي چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د دوی سرونو او مالونو ته پام وکړي.
د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او ولسواليو خلکو ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې د روانې جګړې ټول زیان دوی ته رسېږي.
یادو جګړه ځپلو د جګړې پر ښکېلو خواو غږ وکړ چې تر خپلو منځونو دې سوله وکړي.
د ارزګان امنیتي مسؤلین بیا دا پړه پر وسله والو طالبانو ورغورځوي او وايي چې طالبان ملکي خلک د سپر په توګه کاروي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.