چارواکي: د غزني په عملیاتو کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي
![چارواکي: د غزني په عملیاتو کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/0E1D1559-B248-4E74-89CF-75DC5412563F_cx0_cy11_cw0_w800_h450.jpg)
په غزني کې چارواکي وايي، د دې ولایت په درې ولسوالیو کې په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې تر شلو زیات کسان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په اندړو، ده یک او زنه خان ولسوالیو کې ترسره شوي او هدف یې وسله وال طالبان وو.
د نوري په وینا، په زنه خان ولسوالۍ کې د ائتلاف ځانګړو ځواکونو هوايي بریدونه او د کومانډو ځواکونو ځمکني عملیات کړي چې په وینا یې، لس کسان په کې وژل شوي دي.
نوموړي د اندړو ولسوالۍ د نیاز کلا د عملیاتو په اړه وویل:
"د اندړو ولسوالۍ د ابراهیم زیو په نیاز کلا کې زموږ ځواکونو وړمه شپه عملیات ترسره کړي، هلته یې د وسله والو یوه مهمه ډله محاصره کې وه چې د نښتې په ترڅ کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي دي."
ښاغلي نوري ومنله چې د نیاز کلا په سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ په جګړه کې پنځه ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته ادعا کړې چې افغان او بهرنیو ځواکونو د ولسي خلکو په کورونو چاپې وهلي او ۱۱ تنه ملکیان یې وژلي دي، وسله والو طالبانو ته یې هېڅ زیان نه دی اړولی.
اخوا د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي محمد ناصر نظري ویلي چې د قادس ولسوالۍ کې تېره شپه د پولیسو پر یوه پوسته د مشکوکو طالب وسله والو په برید کې اووه تنه پولیس سرتېري وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.