د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر بلغاریا ته په سفر تللى
![د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر بلغاریا ته په سفر تللى](https://gdb.rferl.org/39EC0941-CD29-4D90-8901-BEBF1A8BCC89_cx0_cy4_cw0_w800_h450.jpg)
د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسېس بلغاریا ته په سفر تللى دى.
نوموړي دغه هېواد ته له رسېدو سره سم د بلغاريا له چارواکو غوښتنه وکړه چې خپل زړونه او کورونه د پناه غوښتونکو په وړاندې پرانيزي.
پاپ فرانسېس وويل، بلغاريا خپل اتباع د کډوالۍ په خاطر له لاسه ورکوي او هغه مجبوريتونه دې په ښه ډول درک کړي چې خلک له خپلو هېوادونو وتلو ته مجبوروي.
پاپ فرانسېس به په بلغاريا کې د رومن عيسويانو د اقليت له مشرانو سره هم وګوري.
بيا به له پلازمېنې صوفيه دباندې د پناه غوښتونکو يو مرکز هم وګوري.